اقتصاد او سوداګري

د افغانستان په اړه د ترمذ ډیالوګ؛ تاشکند د سیمه‌ییزو همکاریو مهمې غونډې کوربه کېږي

د ازبکستان پلازمېنه تاشکند د جون له ۴مې تر ۶مې نېټې پورې د افغانستان په اړه د ترمذ ډیالوګ دویمې غونډې کوربه ده؛ هغه غونډه چې پکې به د افغانستان، منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د اقتصادي، ترانزیټي او امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.

د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې به له ۱۵۰ څخه زیات سیاستوال، څېړونکي، ډیپلوماټان او د نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي. غونډه د «سوله، نښلون، او دوامداره پرمختګ؛ د ګډې هوساینې بنسټ جوړول» تر شعار لاندې ترسره کېږي.

د افغانستان په اړه د ترمذ ډیالوګ ولې مهم دی؟

د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی وايي، افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د اقتصادي نښلونې لپاره مهم جغرافیایي موقعیت لري. د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان له لارې سوداګریزې، ترانزیټي او انرژۍ اړوند پروژې پراخې کړي. د افغانستان په اړه د ترمذ ډیالوګ

تمه کېږي چې د غونډې ګډونوال د افغانستان له لارې د سیمه‌ییزو سوداګریزو دهلېزونو، د ترانسپورتي شبکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث وکړي.

افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په مرکز کې

د راپورونو له مخې، د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي او رېل پټلۍ پروژې به د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي. شنونکي وایي چې د دغو پروژو عملي کېدل کولی شي د منځنۍ اسیا هېوادونه د جنوبي اسیا له بازارونو او سمندري بندرونو سره ونښلوي. د افغانستان په اړه د ترمذ ډیالوګ

دا هم ولولئ:  شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
140503121530568336962574

ازبکستان په وروستیو کلونو کې د افغانستان په اړه فعاله سیمه‌ییزه ډیپلوماسي خپله کړې او تل یې د اقتصادي تعامل، سوداګرۍ او ترانزیټي همکاریو ملاتړ کړی دی.

امنیتي او اقتصادي همکارۍ هم د بحث محور دي

ټاکل شوې چې د غونډې په بېلابېلو تخصصي ناستو کې د سیمه‌ییز امنیت، د ترانزیټي دهلېزونو پراختیا، د اقلیمي بدلونونو اغېزې، د اوبو مدیریت او د بشري او فرهنګي همکاریو په اړه هم خبرې وشي.

کارپوهان وایي چې د افغانستان ثبات د سیمې له اقتصادي ودې او امنیتي وضعیت سره مستقیم تړاو لري، له همدې امله د سیمې هېوادونه هڅه کوي د ګډو همکاریو لپاره عملي لارې ومومي.

نړیوال سازمانونه هم ګډون کوي

د غونډې په ګډونوالو کې د ملګرو ملتونو سازمان، د اوبو د سرچینو د مدیریت نړیوال انسټیټیوټ، د «کنراد اډناور» بنسټ، د «جورج ټاون» پوهنتون او یو شمېر نورو نړیوالو ادارو استازي هم شامل دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت، د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ او د اسیا د متقابل باور جوړونې او همکارۍ کنفرانس په ګډه د دې غونډې د تنظیم چارې پر مخ وړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د ترمذ ډیالوګ دویمه غونډه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېږي؛ اعلامیه چې تمه ده د سیمه‌ییز اتصال، اقتصادي همکاریو او د افغانستان په تړاو د ګډو لیدلورو انعکاس وکړي.

Jun 2 2026 05 08 49 PM 1

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button