اقتصاد او سوداګري

هرمز تنګی؛ د سیمې کړکېچ په افغانستان کې بشري وضعیت نور هم کړکېچن کړی

هرمز تنګی د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي روان بحران د خوراکي توکو، سون‌توکو او ترانسپورتي لګښتونو د لوړېدو لامل شوی او په افغانستان کې یې پر میلیونونو اړمنو خلکو او بشري مرستو منفي اغېز کړی دی.

د یادې ادارې سرپرست اجرائیه رئیس کارل سکاو، چې تازه له افغانستانه راستون شوی، د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې ویلي چې د انرژۍ د بیو لوړوالی او د اکمالاتي لارو ګډوډي اوس په عملي ډول د نړۍ په بېوزلو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان کې محسوسېږي.

هغه افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې وباله چې د هرمز تنګي د بحران له اغېزو تر ټولو ډېر زیان ویني.

هرمز تنګی ولې مهم دی؟

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالو انرژۍ یوه لویه برخه د همدې لارې له خلیج سیمې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي.

کارپوهان وایي هر ډول امنیتي کړکېچ یا د تګ راتګ خنډ په دې تنګي کې د تیلو، سون‌توکو او بار وړلو نړیوال لګښتونه لوړوي، چې اغېزې یې تر افغانستان او نورو وارداتي اقتصادونو پورې رسېږي.

د خوارځواکۍ اندېښمنوونکې صحنې

کارل سکاو ویلي چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ته نږدې په یوه روغتیايي مرکز کې یې داسې میندې لیدلي چې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ خپل ماشومان یې بېرته کورونو ته بیولي، ځکه د تغذیې لپاره ځانګړې مرستې پای ته رسېدلې وې. هرمز تنګی

دا هم ولولئ:  له روسیې، افغانستان ته د ایران له لارې د توکو په ترانزیټ کې وده

د هغه په وینا، د مرستو کمښت، د بودجې محدودیتونه او د اکمالاتي لارو ستونزې د دې وضعیت اصلي لاملونه دي.

سکاو ویلي:

“په هغه روغتیايي مرکز کې چې ما ولید، د خلکو ناچاري او اړتیاوې د بیان تر کچې ډېرې وې.”

میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي

افغانستان دا مهال د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ، بیکارۍ او د کډوالو د ستنېدو له فشارونو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په تېرو میاشتو کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د هرمز تنګي د بحران له پیل راهیسې شاوخوا ۲.۳ میلیونه نور افغانان هم د شدیدې لوږې له خطر سره مخ شوي دي. هرمز تنګی

د بشري مرستو بهیر هم ټکنی شوی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (UNICEF) هم خبرداری ورکړی چې د ترانسپورتي لګښتونو زیاتوالی او د بارونو ځنډ د واکسینونو، درملیزو خوړو او طبي تجهیزاتو پر رسولو منفي اغېز کړی دی. هرمز تنګی

د دغې ادارې په وینا، ځینې مرستندویه بارونه تر شپږو میاشتو پورې ځنډېدلي چې له امله یې د روغتیايي او بشري خدماتو وړاندې کول له ستونزو سره مخ شوي دي.

نړیوال خبرداری

د ملګرو ملتونو چارواکي ټینګار کوي چې د هرمز تنګي بحران یوازې د منځني ختیځ ستونزه نه ده، بلکې هغه هېوادونه هم اغېزمنوي چې له وړاندې له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي.هرمز تنګی

دوی خبرداری ورکوي چې که روانه بې‌ثباتي دوام وکړي، په افغانستان کې به د لوږې، بېوزلۍ او بشري اړتیاوو کچه نوره هم لوړه شي او د مرستندویو ادارو فعالیتونه به له لا ډېرو خنډونو سره مخ شي.

دا هم ولولئ:  ضمیر کابلوف: افغانستان اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري

د مرستو د زیاتولو غوښتنه

مرستندویه ادارې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي، ځکه د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، د سون‌توکو د لګښتونو زیاتوالی او د اکمالاتي لارو ستونزې د میلیونونو افغانانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

اقتصادي شنونکي هم باور لري چې که د هرمز تنګي وضعیت عادي نه شي، نو د افغانستان په بازارونو کې به د وارداتي توکو بیې لا لوړې او د خلکو پر ژوند به اقتصادي فشارونه نور هم زیات شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button