افغانستان

د خاتم‌النبیین مدرسې مشرتابه: طالبانو د دیني مرکز ودانۍ مهر او لاک کړې

د خاتم‌النبیین مدرسې مشرتابه وايي، د طالبانو د عدلیې وزارت په کابل کې د دې دیني مرکز ودانۍ، جومات، حسینیه، کتابتون او اړوند تاسیسات مهر او لاک کړي دي. د مشرتابه په وینا، دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې د دې قضیې حقوقي بهیر لا هم په محکمه کې روان دی او تر اوسه وروستۍ او قطعي پرېکړه نه ده شوې.

د خاتم‌النبیین مدرسې مشرتابه په خپره شوې خبرپاڼه کې دا اقدام «بیړنی» بلل شوی او ویل شوي چې د دیني او علمي بنسټونو په اړه د وروستۍ قضایي پرېکړې له صادرېدو مخکې د فعالیتونو درول د هېواد د دیني او علمي ټولنې له تمو سره په ټکر کې دي.

د خاتم‌النبیین مدرسې مشرتابه, د طالبانو د عدلیې وزارت څه وايي؟

د طالبانو د عدلیې وزارت بیا وایي، هغه ځمکه او ودانۍ چې د خاتم‌النبیین علمیه حوزه پرې جوړه شوې، د دولت ملکیت دی او دغه مرکز په غیرقانوني ډول پر دولتي ځمکه جوړ شوی دی.

د وزارت په وینا، د یادې حوزې د ملکیت او قانوني وضعیت په اړه قضیه لا هم تر څېړنې لاندې ده. دغه وزارت همداراز ادعا کړې چې د دې مرکز فعالیتونه یوازې دیني او ښوونیز اړخ نه لري، بلکې سیاسي بڼه هم لري.

د خاتم‌النبیین مدرسې مشرتابه ادعاوې ردوي

بل لور ته، د خاتم‌النبیین مدرسې مشرتابه د عدلیې وزارت دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې دا دیني مرکز د شرعي او قانوني اسنادو پر بنسټ فعالیت کوي او له هېڅ سیاسي ګوند یا سیاسي جریان سره تړاو نه لري.

دا هم ولولئ:  ذبیح الله مجاهد: افغانستان نه منزوي دی او نه یې اقتصاد خراب شو

د مشرتابه په وینا، د دې مرکز په اړه ټول حقوقي اسناد محکمې ته سپارل شوي او وروستۍ پرېکړه باید د قضایي ارګانونو له لوري وشي، نه دا چې تر هغې مخکې یې ودانۍ وتړل شي.

دوی له طالبانو غوښتي چې د محکمې تر وروستۍ پرېکړې وړاندې دې د مهر او لاک کولو پرېکړه لغوه کړي، څو د دیني، ښوونیزو او فرهنګي فعالیتونو بهیر عادي ډول دوام ومومي.

د بې‌طرفه کمېسیون د جوړېدو غوښتنه

د خاتم‌النبیین مدرسې مشرتابه ویلي چې دغه مرکز له کلونو راهیسې د دیني علومو، د طلبه‌وو د روزنې او فرهنګي فعالیتونو مهم مرکز دی او د قانوني اسنادو له مخې اداره کېږي.

دوی وړاندیز کړی چې د موضوع د بشپړې روښانتیا لپاره دې یو بې‌طرفه کمېسیون جوړ شي، څو د حوزې ټول اسناد، قبالې او حقوقي مدارک وارزوي او پرېکړه د قانون او شرعي اسنادو له مخې وشي.

مشرتابه خبرداری ورکړی چې د وروستۍ قضایي پرېکړې له صادرېدو مخکې د دیني او ښوونیزو مرکزونو تړل کېدل د استادانو، زده‌کوونکو او د هغوی د کورنیو اندېښنې زیاتوي او ښايي د دیني او علمي ټولنې پراخ غبرګونونه هم را وپاروي.

د خاتم‌النبیین مدرسې مشرتابه, د خاتم‌النبیین علمیه حوزې مخینه

د خاتم‌النبیین علمیه حوزه د افغانستان د شیعه مذهب له سترو دیني او علمي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. دغه مرکز په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د محمدآصف محسني له خوا د کابل د خوشحال‌خان لېسې په پخوانۍ ساحه کې جوړ شو.

د دې مدرسې د جوړېدو پر مهال هم ځینې نیوکې شوې وې او ادعا کېده چې د ایران په مالي ملاتړ رغول شوې، خو د مرکز مسوولانو تل دغه موضوع د خپلو قانوني او رسمي اسنادو په رڼا کې ارزولې او ټینګار یې کړی چې د دوی فعالیتونه دیني، علمي او فرهنګي بڼه لري.

دا هم ولولئ:  د ډونالډ ټرمپ ادعا؛ د بګرام په اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي

اوس مهال د دې قضیې حقوقي بهیر لا هم روان دی او تر وروستۍ محکمې پرېکړې پورې د خاتم‌النبیین مدرسې مشرتابه او د طالبانو د عدلیې وزارت دریځونه یو له بل سره په ټکر کې پاتې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button