د افغانستان اقتصاد له جدي خطر سره مخ؛ ملګري ملتونه د ۲۰ سلنه اقتصادي کوچني کېدو خبرداری ورکوي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په خپل وروستي ټولنیز او اقتصادي راپور کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان اقتصاد ښايي په یوه کال کې شاوخوا ۲۰ سلنه کوچنی شي. د راپور له مخې، که د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره بېړني او اغېزمن اقدامات ونه شي، د هېواد ناخالص کورنی تولید (GDP) به له نږدې ۲۰ میلیارده ډالرو څخه، چې په ۲۰۲۰ کال کې ثبت شوی و، ۱۶ میلیارده ډالرو ته راټیټ شي.
راپور زیاتوي چې که روان وضعیت دوام ومومي، په راتلونکو کلونو کې به اقتصادي انقباض ۳۰ سلنې ته ورسېږي او د هېواد اقتصادي حجم به شاوخوا ۱۴ میلیارده ډالرو ته راولوېږي.
د افغانستان اقتصاد د بېوزلۍ له زیاتېدو سره مخ
د راپور له مخې، افغانستان لا هم د اسیا له بېوزلو هېوادونو څخه ګڼل کېږي او اوسنی اقتصادي بنسټ د شاوخوا ۴۰ میلیونه وګړو د اړتیاوو د پوره کولو وړتیا نه لري.
د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، د هر افغان کلنی عاید چې په ۲۰۱۲ کال کې نږدې ۶۵۰ ډالره و، په ۲۰۲۰ کال کې ۵۰۰ ډالرو ته راکم شوی او اټکل کېږي چې په راتلونکي کال کې به ۳۵۰ ډالرو ته نور هم ټیټ شي.
اقتصادپوهان باور لري چې د عوایدو کمښت، د نفوس زیاتوالی او د پانګونې نشتوالی د اقتصادي ودې مخه نیولې او د خلکو د ژوند پر کیفیت یې مستقیم اغېز کړی دی.
د ښځو محدودیتونه د اقتصاد لپاره میلیاردونه ډالر زیان لري
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر، اچیم شټاینر، ویلي چې د ښځو پر کار او اقتصادي فعالیتونو محدودیتونه کولی شي په لنډ مهال کې تر یو میلیارد ډالرو پورې اقتصادي زیان واړوي، چې د افغانستان د ناخالص کورني تولید نږدې پنځه سلنه جوړوي. د افغانستان اقتصاد له جدي خطر سره مخ
هغه ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار حقونو بېرته تأمینول نه یوازې بشري اړتیا ده، بلکې د اقتصادي ودې لپاره هم حیاتي ارزښت لري.
راپور همداراز خبرداری ورکوي چې که د ښځو د زدهکړو او اقتصادي ونډې مخه همداسې بنده پاتې شي، په اوږدمهال کې به یې ټولنیزې او اقتصادي پایلې لا سختې شي.
د بېوزلۍ د کمولو لپاره میلیاردونو ډالرو ته اړتیا
د UNDP او خپلواکو اقتصادپوهانو د ارزونو له مخې، د افغانستان د سختې بېوزلۍ د کمولو او یوازې د هغو کسانو د ژوند د ښه کولو لپاره چې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، شاوخوا ۲ میلیارده ډالرو اضافي مالي سرچینو ته اړتیا ده. د افغانستان اقتصاد له جدي خطر سره مخ
ملګرو ملتونو مخکې هم خبرداری ورکړی و چې که سیاسي او اقتصادي بحران ته د حل لاره ونه موندل شي، د افغانستان تر ۹۷ سلنه ډېر وګړي به د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند وکړي.
د افغانستان لپاره د UNDP استازي عبدالله الدردري ویلي، نږدې ۴۰ میلیونه افغانان له دې خطر سره مخ دي چې حتی خپلې لومړنۍ بشري اړتیاوې هم پوره نه کړای شي. د هغه په وینا، د بنسټیزو خدماتو، اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د ملاتړ لپاره هر کال نږدې ۸ میلیارده ډالرو نړیوالو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي. د افغانستان اقتصاد له جدي خطر سره مخ
د بانکي نظام د پیاوړتیا غوښتنه
راپور د افغانستان د بانکي او مالي نظام وضعیت هم اندېښمنوونکی بللی او د «چټک او پرېکنده اقدام» غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو په باور، که د بانکي نظام د ثبات لپاره لازم ګامونه ژر پورته نه شي، د مالي نظام احتمالي سقوط به د هېواد اقتصادي ستونزې لا ژورې کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د اسیا ـ ارام سمندر لپاره د UNDP مشرې، کاني ویګناراجا، ویلي چې د افغانستان رسمي بانکي نظام باید فعال وساتل شي، ځکه د بشري مرستو ترڅنګ د خصوصي سکټور او سیمهییز اقتصاد د بېرته راژوندي کېدو لپاره یو باوري مالي سیستم اړین دی. د افغانستان اقتصاد له جدي خطر سره مخ
د «ابادۍ» پروګرام او د کار فرصتونه
راپور د «ABADEI» یا «ابادۍ» پروګرام هم مهم بللی، چې د ملګرو ملتونو د ۱۱ ادارو او یو شمېر نادولتي بنسټونو په همکارۍ عملي کېږي.
د دې پروګرام له لارې د کار په بدل کې د نغدو پیسو ورکولو، د کوچنیو سوداګریو د ملاتړ او ټولنیزو پروژو په مرسته تر اوسه په مزارشریف، کندوز او هرات کې د څه باندې ۲۳۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده. د افغانستان اقتصاد له جدي خطر سره مخ
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، یاد پروګرام اوس بادغیس، فراه او یو شمېر نورو ولایتونو ته هم غځول کېږي، څو د خلکو د ژوند بنسټیزې اړتیاوې پوره او د ټولنو اقتصادي مقاومت پیاوړی شي. د افغانستان اقتصاد له جدي خطر سره مخ



