د ګازو بیې لوړېدلو اندېښنې؛ په افغانستان کې کورنۍ د لګښتونو له زیاتېدو اندېښمنې دي

د ګازو بیې لوړېدلو اندېښنې؛ په افغانستان کې د مایع ګازو د بیو ناڅاپي لوړوالي د ګڼو کورنیو اندېښنې زیاتې کړې دي. د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اوسېدونکي وايي، د پخلي او ورځنیو اړتیاوو ډېره برخه په مایع ګازو ولاړه ده او د نرخونو لوړېدو یې اقتصادي ستونزې نورې هم ژورې کړې دي.
په وروستیو شاوخوا لسو ورځو کې د پټرولو، ډیزلو او مایع ګازو بیې د پام وړ لوړې شوې دي. د خلکو په وینا، دا بدلون په ځانګړي ډول پر هغو کورنیو سخت اغېز کړی چې محدود عاید لري. د ګازو بیې لوړېدلو اندېښنې
د ګازو بیې لوړېدلو اندېښنې؛ د کورنیو شکایتونه
د ننګرهار د جلالاباد یوې اوسېدونکې نرګس، چې د دوو ماشومانو مور ده، وایي د مېړه د بېکارۍ له امله د مایع ګازو د بیو لوړوالی ورته جدي ستونزه جوړه کړې ده.
هغې وویل، د کورنۍ ټول پخلی په ګاز ترسره کېږي او که نرخونه همداسې لوړ پاتې شي، د ورځنیو اړتیاوو برابرول به ورته لا ستونزمن شي.
د کابل د احمدشاه بابا مېنې یو اوسېدونکی امینالله هم وایي، که د تېلو بیې لوړې شي، د شخصي موټر کارول کمېدای شي، خو د مایع ګازو لوړې بیې د کورنیو لپاره اسانه بدیل نه لري، ځکه ډېری کورونه د پخلي لپاره یوازې پر ګاز تکیه کوي. د ګازو بیې لوړېدلو اندېښنې
د مایع ګازو اوسني نرخونه
د طالبانو تر ادارې لاندې د اړوندو ادارو له لوري په لویو ښارونو کې د تېلو او مایع ګازو لپاره رسمي نرخپاڼې خپرې شوې دي.
د دغو نرخپاڼو له مخې:
په کابل کې د یو کیلو مایع ګاز بیه ۶۴ افغانۍ ټاکل شوې.
د یو لیټر پټرولو بیه ۷۷ افغانۍ ده.
د یو لیټر ډیزلو بیه ۷۳ افغانۍ ټاکل شوې ده.
خو د بازار یو شمېر پلورونکي او پېرودونکي وایي، په عملي ډول د یو کیلو مایع ګاز بیه اوس د ۷۰ او ۷۵ افغانیو ترمنځ ده، په داسې حال کې چې تر دې مخکې له ۵۰ تر ۵۵ افغانیو پلورل کېده. د دوی په وینا، په ځینو ولایتونو کې څو ورځې وړاندې د یو کیلو ګاز بیه ان تر ۹۰ افغانیو هم رسېدلې وه. د ګازو بیې لوړېدلو اندېښنې
د بیو د لوړوالي لاملونه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د سیمې وروستیو سیاسي او امنیتي کړکېچونو د تېلو او مایع ګازو واردات کم کړي، چې همدې چارې د نرخونو پر لوړوالي اغېز کړی دی.
د دغې خونې سلاکار خانجان الکوزي ویلي، د ایران له لارې ځینې درېدلي نفتي توکي بازار ته خوشې شوي، خو د وارداتو عمومي کچه لا هم کمه ده. د هغه په وینا، له ترکمنستان څخه هم واردات د پخوا په پرتله ورو شوي، ځکه دغه هېواد نورو بازارونو ته هم صادرات لري. د ګازو بیې لوړېدلو اندېښنې
هغه زیاته کړې، ایران او روسیه چې پخوا د افغانستان مهم عرضه کوونکي وو، د روانو جګړو له امله د صادراتو له محدودیتونو سره مخ دي، او اوس افغانستان تر ډېره پر ترکمنستان تکیه لري.
چارواکي څه وايي؟
د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت ویلي، یوازې په شپږو ورځو کې د اسلامکلا، حیرتان، تورغونډۍ، آقینې او نیمروز له بندرونو څخه له ۲۶ زره ټنو څخه ډېر مایع ګاز هېواد ته وارد او بازار ته عرضه شوی دی. د ګازو بیې لوړېدلو اندېښنې
د شرکت د معلوماتو له مخې، د افغانستان ورځنۍ اړتیا شاوخوا ۳ زره او ۶۵۸ ټنه مایع ګاز ده، او هڅه روانه ده چې د بازار اړتیاوې په منظم ډول پوره شي.
د اقتصادي چارو شنونکي باور لري، که واردات عادي حالت ته راونه ګرځي، د مایع ګازو د بیو لوړېدلو اندېښنې به دوام وکړي او د ټیټ عاید لرونکو کورنیو پر ژوند به لا ډېر فشار واچوي.



