نړۍ کې د تېلو بیې د یوې اوونۍ تر ټولو ټیټې کچې ته راولوېدلې

نړۍ کې د تېلو بیې د دوشنبې ورځې د نړیوالو راکړو ورکړو په پای کې د تېرې یوې اوونۍ تر ټولو ټیټې کچې ته راولوېدلې، هغه بدلون چې د نړیوالو بازارونو، سیمهییزو امنیتي حالاتو او د امریکا د ایران پالیسۍ په اړه د سیاسي بېباوریو له امله رامنځته شوی دی.
د نړیوالو بازارونو د معلوماتو له مخې، د برېنټ خامو تېلو د راتلونکو قراردادونو بیه د ۸.۷ سلنې په کموالي سره د هر بېرل ۸۸.۳۶ ډالرو ته راښکته شوې، چې د جولای له ۱۷مې وروسته تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي. همدارنګه د امریکا د وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ (WTI) خامو تېلو بیه هم د ۶.۷۰ ډالرو په کمېدو سره د هر بېرل ۸۲.۶۱ ډالرو ته رسېدلې ده.
نړۍ کې د تېلو بیې ولې راټیټې شوې؟
د شنونکو په باور، نړۍ کې د تېلو بیې یوازې د عرضې او تقاضا له امله نه، بلکې د سیاسي او امنیتي تحولاتو تر اغېز لاندې هم راټیټې شوې دي.
په همدې لړ کې، د ایران له عراق سره د بانه پولې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ نښته هم د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ایران د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، امنیتي ځواکونو څلور کسان هغه مهال ووژل چې د چارواکو په وینا، غوښتل یې له پولې ایران ته داخل شي. راپور زیاتوي چې دغه کسان د «پژاک» ډلې غړي وو، خو د هغوی د هویت او د پېښې د نورو جزئیاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
د امریکا سیاسي فضا هم د نړیوال بازار تر اغېز لاندې راوستې
په ورته وخت کې، د رویټرز او ایپسوس ګډې نظرپوښتنې ښودلې چې د امریکا ډېری وګړي د ایران په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پوځي تګلارې په اړه روښانه دریځ نه ویني.
د سروې له مخې، ۶۹ سلنه امریکایان باور لري چې ټرمپ د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي ښکېلتیا موخې په کافي ډول نه دي روښانه کړې. حتی د جمهوري غوښتونکو له ډلې هم شاوخوا څلور کسان له لسو ورته نظر لري.
همدارنګه، یوازې له هرو درېیو امریکایانو یو یې د ایران پر ضد د پوځي اقدام ملاتړ کړی، چې دا د وروستیو میاشتو تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي.
نړۍ کې د تېلو بیې او د بازار راتلونکې
اقتصادي شنونکي وایي، نړۍ کې د تېلو بیې به تر هغه وخته د بدلونونو شاهدې وي، څو چې په منځني ختیځ کې امنیتي وضعیت، د ایران اړوند سیاسي کړکېچ او د نړیوالو بازارونو د عرضې او تقاضا توازن روښانه نه شي.
د دوی په وینا، د تېلو په نړیوال بازار کې هر ډول امنیتي پېښه، سیاسي پرېکړه او یا هم د لویو تولیدوونکو هېوادونو د صادراتو بدلون کولی شي د خامو تېلو پر بیو مستقیم اغېز ولري، ځکه نړیوال بازارونه لا هم د منځني ختیځ تحولاتو ته په ډېر حساس ډول غبرګون ښيي.



