اقتصاد او سوداګري

مجاهد: د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره د افغانستان بانک اقدامات کړي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د افغانستان بانک د افغانیو ارزښت ساتنې او د بهرنیو اسعارو د بازار د ثبات لپاره یو شمېر پولي اقدامات ترسره کړي دي.

مجاهد دغه څرګندونې د «اقتصاد او ځان بسیاینې اوونۍ» تر سرلیک لاندې د حکومت په دویمه مطبوعاتي غونډه کې وکړې. هغه وویل، افغانستان بانک په ۱۴۰۵ لمریز کال کې د پولي سیاست له بېلابېلو وسیلو په کارولو سره هڅه کړې چې د اسعارو په بازار کې ثبات وساتي.

د افغانیو ارزښت ساتنه د پولي سیاستونو له مهمو هدفونو څخه ده

د حکومت ویاند وویل، افغانستان بانک هڅه کړې چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې د ناڅاپي بدلونونو مخه ونیسي او د هېواد د پولي نظام د ثبات لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

د نوموړي په وینا، د مرکزي بانک له خوا د مناسبو پالیسیو پلي کول د مالي او اقتصادي نظام د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.

د افغانیو ارزښت ساتنې او د بانکي نظام د څارنې بهیر دوام لري

مجاهد زیاته کړه چې د افغانستان بانک د هېواد له بانکونو څخه حضوري او غیرحضوري تفتیشونه ترسره کړي او د بانکي فعالیتونو د څارنې بهیر یې دوام لري.

هغه وویل، دغه اقدامات د دې لپاره ترسره کېږي چې بانکي ادارې خپل فعالیتونه په ښه ډول ترسره کړي او د مالي نظام د نظم او ثبات ملاتړ وشي.

د ملي پروژو لپاره د تمویل پر میکانیزم هم کار شوی

د اسلامي امارت ویاند وویل، افغانستان بانک د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر او مالیې وزارت سره په همغږۍ د ملي پروژو لپاره د تمویل میکانیزم هم نهایی کړی دی. د افغانیو ارزښت ساتنې

د هغه په خبره، دا کار به د اقتصادي ادارو ترمنځ همغږي زیاته کړي او د پراختیايي پروژو د ښه پلي کېدو لپاره زمینه برابره کړي. د افغانیو ارزښت ساتنې

مجاهد ټینګار وکړ چې د پیسو د ثبات، د اقتصادي نظام د پیاوړتیا او د ملي پروژو د ملاتړ لپاره به هڅې دوام ولري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button