افغانستان

غزني کې د ښوونځي ودانۍ؛ یو خیر غوښتونکی د ۱۰ میلیونه افغانیو په شخصي لګښت جوړوي

غزني کې د ښوونځي ودانۍ؛ د غزني ولایت یوه اوسېدونکي د مرکز اړوند «حیدراباد» ښوونځي لپاره د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د نوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل کړې دي.

د راپورونو له مخې، د ودانۍ د جوړولو کار به شاوخوا یو کال وخت ونیسي او له بشپړېدو وروسته به سلګونه زده‌کوونکي په مناسب تعلیمي چاپېریال کې زده‌کړې وکړي.

غزني کې د ښوونځي ودانۍ په یو کال کې بشپړېږي

د غزني د پوهنې رییس، میر نصیراحمد حسیني، ویلي چې نوې ودانۍ به دوه پوړه ولري او په کې به ۲۴ درسي ټولګي، دوه اداري خونې او نور اړین ښوونیز امکانات جوړ شي. غزني کې د ښوونځي ودانۍ

د هغه په وینا، دا پروژه په یوه جریب ځمکه کې پلې کېږي او له بشپړېدو وروسته به نږدې زر زده‌کوونکو ته د زده‌کړو ښه زمینه برابره کړي.

د ښوونیزو ودانیو په جوړولو کې د خلکو ونډه

په وروستیو کلونو کې د غزني په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر خیر غوښتونکو د ښوونځیو د ودانیو په جوړولو کې ونډه اخیستې ده.

د پوهنې برخې کارپوهان وايي، د خلکو په مالي ملاتړ د ښوونیزو پروژو پلي کېدل کولای شي د ښوونځیو د ودانیو کمښت راکم او زده‌کوونکو ته د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button