اقتصاد او سوداګري

د امید سبز ښارګوټی؛ عدلیې وزارت وایي ځمکه امارتي ملکیت ثابته شوې

د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د امید سبز ښارګوټی اړوند د کابل ښار په شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې د ۱۵۰۷.۴۹ جریبه ځمکې په اړه ځانګړې محکمې تر څېړنې وروسته پرېکړه کړې چې یاده ځمکه د اسلامي امارت ملکیت دی.

وزارت د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۱۲مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې محکمې د بېلابېلو ادارو اسناد، شواهد او معلومات ارزولي او له قانوني او شرعي څېړنې وروسته دې پایلې ته رسېدلې چې دغه ځمکه د حکومت په نوم ثبت شوې او هېڅ شخص یا خصوصي بنسټ ته نه ده لېږدول شوې.

د امید سبز ښارګوټی قضیه به د غصب مخنیوي کمېسیون ته وسپارل شي

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د محکمې د پرېکړې پر بنسټ به د د امید سبز ښارګوټی د ځمکې دوسیه د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون ته وسپارل شي، څو د محکمې حکم عملي کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه کسان چې په دغه سیمه کې یې ځمکې یا کورونه اخیستي، د زیان یا ورکړل شوو پیسو د بېرته ترلاسه کولو لپاره کولی شي له هغو کسانو سره قانوني دعوه وکړي چې ځمکه یې پرې پلورلې ده.

د محکمې د پرېکړې د عملي کېدو ټینګار

وزارت ویلي، د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون مکلف دی چې د ځانګړې محکمې شرعي پرېکړه پلې کړي او د قضیې اړوند قانوني اقدامات ترسره کړي.

د عدلیې وزارت په وینا، دغه کمېسیون په ټول هېواد کې د ځمکو او ښارګوټو د دوسیو ارزونه روانه ساتلې او د نورو ورته قضیو څېړنه هم دوام لري.

د کورونو د خالي کولو په اړه رسمي دریځ نه دی خپور شوی

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې د د امید سبز ښارګوټی اوسېدونکو ته ویل شوي خپل کورونه او سیمې د روانې اوونۍ تر پایه خالي کړي.

خو د عدلیې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغو راپورونو په اړه کومه رسمي یادونه یا تایید نه دی کړی او یوازې یې د محکمې د پرېکړې او د ځمکې د قانوني وضعیت په اړه معلومات خپاره کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button