سیمه‌ییز

تاجکستان: افغان هوايي ځواک زموږ د هوايي حریم سرغړونه کړې

تاجکستان ادعا کړې چې افغان هوايي ځواک د دغه هېواد د هوايي حریم سرغړونه کړې او د پولې ته نږدې سیمو کې یې هوايي عملیات ترسره کړي دي.

د منځنۍ اسیا «AKIpress» خبري اژانس د راپور له مخې، د تاجکستان حکومت په دې تړاو افغانستان ته رسمي اعتراض استولی دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د درواز ولسوالۍ ته نږدې د هوايي بریدونو له امله د استوګنې ځینې کورونه زیانمن شوي او خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

تاجکستان ولې اعتراض کړی؟

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پولې په اوږدو کې وروستیو نښتو د سرحدي سیمو امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د افغان هوايي ځواک له لوري د تاجکستان د هوايي حریم سرغړونه د نړیوالو قوانینو خلاف عمل ګڼل شوی او همدې موضوع د اعتراض د ثبتېدو لامل شوې ده. افغان هوايي ځواک

چارواکو ویلي چې په درواز ولسوالۍ کې د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو له امله یې هم خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د چورلکې د لوېدو په اړه بېلابېل روایتونه

په ورته وخت کې، په سیمه کې د طالبانو یوه چورلکه هم لوېدلې ده.

طالبان وایي چې چورلکې د تخنیکي ستونزې له امله بیړنۍ ناسته کړې ده، خو د طالبانو مخالفان ادعا کوي چې چورلکه ویشتل شوې ده.

تر اوسه څرګنده نه ده چې که چورلکه رښتیا هم ویشتل شوې وي، نو دا کار د چا له لوري ترسره شوی دی.

د بدخشان نښتې لا هم روانې دي

په بدخشان ولایت کې د نُسي ولسوالۍ نښتې د درېیمې ورځې لپاره هم دوام درلود.

د راپورونو له مخې، د جمعه خان فاتح د پلویانو او د طالبانو د ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

جمعه خان فاتح په یوه غږیز پیغام کې د خبرو له لارې د شخړې د حل غوښتنه کړې، خو د سیمې وضعیت لا هم په بشپړ ډول نه دی روښانه شوی.

په ورته وخت کې، د افغان هوايي ځواک په اړه د تاجکستان ادعاوو ته تر اوسه د افغان چارواکو رسمي او تفصیلي غبرګون نه دی خپور شوی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button