بلاروس ته د کرنې وزیر سفر؛ د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر پراختیا خبرې وشوې

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د یوه پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، پانګونې او ګډو پروژو پر امکاناتو پکې خبرې شوې دي.
د بلاروس ته د کرنې وزیر سفر په ترڅ کې عمري او ورسره مل پلاوي د بلاروس د BELAZ شرکت د درنو ماشینونو له فابریکې هم لیدنه کړې ده.
د افغانستان او بلاروس چارواکو په لیدنو او خبرو کې د کرنې، مالدارۍ، ماشینآلاتو، کیمیاوي سرې، خوراکي او لبنیاتو محصولاتو په برخو کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی. بلاروس ته د کرنې وزیر سفر
د BELAZ فابریکې لیدنه
د بلاروس ته د کرنې وزیر سفر په دوام، افغان پلاوي د BELAZ فابریکې د فعالیتونو، تولیداتو او درنو ماشینونو له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.
BELAZ د بلاروس له مشهورو صنعتي شرکتونو څخه دی چې د کانونو او نورو درنو کارونو لپاره ماشینونه او وسایط تولیدوي.
د سفر پر مهال د افغانستان د کانونو او نفتو په برخو کې د بلاروسي شرکتونو د پانګونې او همکاریو پر امکاناتو هم خبرې شوې دي.
د اقتصادي همکاریو پراختیا
د افغانستان او بلاروس ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر لارو چارو بحث شوی دی.
دواړو لورو د کرنیزو ماشینونو، کیمیاوي سرې، خوراکي او لبنیاتو محصولاتو او نورو اقتصادي برخو کې د همکاریو د پراخولو اړتیا مهمه بللې ده.
همدارنګه، د بانکي اړیکو او د پیسو د لېږد لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم خبرې شوې دي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې له عملي خنډونو سره مخ نه شي.
د پانګونې لپاره ګډې هڅې
د خبرو پر مهال د افغانستان د طبیعي سرچینو، په ځانګړي ډول د کانونو او نفتو په برخه کې د بلاروسي شرکتونو د پانګونې فرصتونه هم مطرح شوي دي.
دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د زیاتوالي او د پانګونې د راجلبولو لپاره د ګډو کاري میکانیزمونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
بلاروس ته د کرنې وزیر سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې او د کرنې، صنعت او طبیعي سرچینو په برخو کې د بهرنیو پانګونو زمینه برابره کړي.



