د ایران لپاره د امریکا نوی پلان؛ د اقتصادي فشارونو نوې څپه

د ایران لپاره د امریکا نوی پلان؛ د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت وايي، واشنګټن د ایران پر وړاندې د تاریخ تر ټولو لوی مالي برید ته چمتووالی نیسي.
بسنت ویلي، د امریکا هدف د ایران ټولې اقتصادي حیاتي لارې پرې کول دي.
هغه زیاته کړې چې واشنګټن غواړي ایران له نړیوال اقتصاد څخه منزوي کړي.
بسنت دا څرګندونې په «فایننشل ټایمز» کې په یوه مقاله کې کړې دي. هغه د امریکا راتلونکی اقدام د «اقتصادي ډي-ډې» په نوم یاد کړی دی.
د ایران لپاره د امریکا نوی پلان څه دی؟
د ایران لپاره د امریکا نوی پلان د دغه هېواد د اقتصادي اړیکو د لا محدودولو پر هڅو ولاړ دی.
بسنت ویلي، امریکا به د ایران پاتې مالي اړیکې، د تېلو پلور، بانکي راکړې ورکړې او ترانسپورټي شبکې په نښه کړي.
هغه خبرداری ورکړی چې له ایران سره اقتصادي اړیکې ساتونکي هېوادونه او شرکتونه هم له امریکايي فشارونو سره مخ کېدای شي.
د اقتصادي فشارونو نوې مرحله
د بسنت په وینا، واشنګټن د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو نوې مرحله پیلوي.
هغه ویلي، د امریکا هدف دا دی چې د ایران حکومت له ټولو مهمو اقتصادي سرچینو او اړیکو څخه بېبرخې شي.
د ایران لپاره د امریکا نوی پلان داسې مهال مطرح کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اقتصادي او پوځي کړکېچونه زیات شوي دي.
ایران د امریکا د فشارونو مخالفت کوي
ایراني چارواکو د امریکا د نوي اقتصادي فشار مخالفت کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د واشنګټن نوي بندیزونه به ناکام شي.
ایران همداراز خبرداری ورکړی چې که اقتصادي جګړه دوام وکړي، د خلیج له سیمې څخه د تېلو صادرات درول کېدای شي.
د سیمې پر اقتصاد د اغېز اندېښنې
د امریکا د نوي اقتصادي کمپاین له امله د ایران او سیمې پر اقتصاد د احتمالي اغېزو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
په ځانګړي ډول د تېلو صادرات او د هرمز تنګي وضعیت د نړیوال بازار لپاره مهم بلل کېږي.
واشنګټن تمه لري چې د پراخو اقتصادي فشارونو له لارې پر تهران خپل فشار لا زیات کړي.



