افغانستان کې د ماین پاکۍ هوکړې؛ ۴.۱ میلیونه ډالر به د چاودېدونکو توکو پاکولو ته ځانګړي شي

افغانستان کې د ماین پاکۍ هوکړې د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې او د ډنمارک د کډوالو شورا د ماین پاکۍ پروګرام ترمنځ لاسلیک شوې دي چې ټولیز ارزښت یې ۴.۱ میلیونه ډالره دی.
دغې ادارې ویلي، هوکړې د ادارې د عمومي رئیس ملا نورالدین ترابي او د ډنمارک د کډوالو شورا د ماین پاکۍ پروګرام د عمومي رئیس جې اوپریتي ترمنځ د لیدنې پر مهال لاسلیک شوې دي.
د ماینونو او ناچاودو مهماتو پاکول
د افغانستان کې د ماین پاکۍ هوکړې له مخې به د ماینونو او د جګړو د پاتې شوو چاودېدونکو توکو په وسیله د ککړو سیمو د پاکولو لپاره ګډې پروژې عملي شي.
په دغو هوکړو کې د ماینونو د خطرونو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول او د چاودېدونکو توکو د قربانیانو د اړتیاوو پوره کول هم شامل دي.
د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې عمومي رئیس ویلي، هغه سیمې باید د ماین پاکۍ په چارو کې لومړیتوب ولري چې د خلکو ژوند او خوندیتوب ته تر ټولو لوی ګواښ پېښوي.
د ډنمارک د کډوالو شورا د ماین پاکۍ پروګرام مسوول جې اوپریتي هم ویلي چې د ماینونو او د جګړو د پاتې شوو چاودېدونکو توکو د خطرونو د کمولو لپاره به همکاري او همغږي روانه وساتي. افغانستان کې د ماین پاکۍ هوکړې؛ ۴.۱ میلیونه ډالر به د چاودېدونکو توکو پاکولو ته ځانګړي شي
افغانستان لا هم له پراخ ګواښ سره مخ دی
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې د تازه معلوماتو له مخې، له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې له ۱۳.۳ میلیونو ډېر د جګړې پاتې چاودېدونکي توکي، شاوخوا ۷۶۱ زره پرسونل ضد ماینونه او نږدې ۳۴ زره ۳۰۰ د موټرو ضد ماینونه پاک یا له خطره ایستل شوي دي.
سره له دې، لا هم ۴۸۴۳ پېژندل شوې خطرناکې سیمې پاتې دي چې نږدې ۱۰۷۰ کیلومتره مربع ځمکه پوښي او شاوخوا ۱۵۶۵ ټولنې اغېزمنوي.
د ملګرو ملتونو په معلوماتو کې راغلي چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو له امله ۴۷۱ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي وو، چې ډېری یې ماشومان وو. افغانستان کې د ماین پاکۍ هوکړې؛ ۴.۱ میلیونه ډالر به د چاودېدونکو توکو پاکولو ته ځانګړي شي
د ماین پاکۍ بهیر ته د لا ډېرو سرچینو اړتیا
افغانستان کې د ماین پاکۍ هوکړې په داسې مهال لاسلیک کېږي چې د ماین پاکۍ برخه لا هم د مالي سرچینو له کمښت سره مخ ده. د ملګرو ملتونو په وینا، د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام لپاره نړیواله بودیجه په وروستیو کلونو کې د پام وړ کمه شوې ده.
د نویو هوکړو له مخې به د ماینونو او ناچاودو مهماتو د پاکولو ترڅنګ د خطرونو په اړه د خلکو د پوهاوي او د بیړني غبرګون په برخو کې هم کار وشي.
د دې پروژو عملي کېدل به د هغو سیمو د خوندي کولو لپاره مرسته وکړي چې ماینونه او ناچاود مهمات پکې لا هم د خلکو د ژوند، کرنې او تګ راتګ پر وړاندې جدي ګواښ جوړوي.
په ټوله کې، افغانستان کې د ماین پاکۍ هوکړې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د خطر کمولو او د ککړو سیمو د پاکولو لپاره د نویو پروژو زمینه برابروي.



