بغلان کې د نوي صنعتي ښارګوټي پرانېسته؛ ۱۶۷۹ جریبه ځمکه به ځانګړې شي

بغلان کې د نوي صنعتي ښارګوټي پرانېسته وشوه. دغه صنعتي ښارګوټی د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د بغلان والي مولوي عبدالله مختار له لوري پرانیستل شو.
د اقتصادي مرستیال د معلوماتو له مخې، د «قتیبه بن سعید بغلاني رحمهالله» په نوم دغه صنعتي ښارګوټی به پر ۱۶۷۹ جریبه ځمکه جوړ شي او ۱۵ صنعتي سکټورونه به ولري.
د صنعتي ځمکو د کمښت د حل هڅه
ملا عبدالغني برادر ویلي، د دې صنعتي ښارګوټي په جوړېدو سره به د صنعتي ځمکو د کمښت ستونزه راکمه شي او د بېلابېلو صنعتي فعالیتونو لپاره به زمینه برابره شي. بغلان کې د نوي صنعتي ښارګوټي پرانېسته
نوموړي زیاته کړې، چې د صنعتي پارک په جوړېدو سره به پر بهرنیو وارداتو تکیه کمه او د کورنیو تولیداتو د پراختیا لپاره به زمینه برابره شي.
د بغلان د صنعت او پانګونې لپاره نوی فرصت
د بغلان کې د نوي صنعتي ښارګوټي پرانېسته د بغلان د صنعتي فعالیتونو د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتېدو او د پانګونې لپاره د نوې زمینې د برابرېدو په موخه ترسره شوې ده.
دغه صنعتي ښارګوټی به د بېلابېلو صنعتي فعالیتونو لپاره ۱۵ سکټورونه ولري.



