اقتصاد او سوداګري

کندهار کې دوه سترې پروژې؛ ۵۵ میلیونه ډالره خصوصي پانګونه

کندهار کې دوه سترې پروژې د ۵۵ میلیونه ډالرو په ټولیزه خصوصي پانګونه پیلېږي چې یوه یې د درملو د تولید فابریکه او بله یې استوګنیزه او سوداګریزه ودانۍ ده.

د کندهار په عینو مېنه ښارګوټي کې د «سالم فارما» په نوم د درملو د تولید فابریکې د جوړولو چارې د ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونه پیل شوې دي.

په همدې سیمه کې د «شاهانه ټاور» په نوم د ۲۷ پوړیزې ودانۍ د جوړولو کار هم د ۲۵ میلیونه ډالرو په خصوصي پانګونه پیل شوی دی.

کندهار کې دوه سترې پروژې د خصوصي سکټور په پانګونه

د معلوماتو له مخې، د دغو دواړو پروژو د پیل مراسم د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د کندهار د والي او یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو په حضور کې ترسره شوي دي.

برادر ویلي چې دغه پروژې کولی شي د اقتصادي، سوداګریزو او ښاري فعالیتونو په پراختیا کې ونډه ولري. نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو اداره د خصوصي سکټور له پانګونې ملاتړ کوي.

کندهار کې دوه سترې پروژې؛ صنعتکاران د برېښنا غوښتنه کوي

د کندهار د صنعتکارانو د اتحادیې مشر سید سرور اماني د «سالم فارما» فابریکې د پیل په مراسمو کې د صنعت سکټور پر ستونزو خبرې کړې دي.

اماني ویلي، په هرات کې د برېښنا د ښه لاسرسي له امله شاوخوا ۱،۵۰۰ فابریکې فعالې دي، خو په کندهار کې د موجودو ظرفیتونو سربېره د فعالو فابریکو شمېر شاوخوا ۳۰۰ دی.

هغه له طالبانو غوښتي چې صنعتي فابریکو ته ارزانه او دوامداره برېښنا برابره کړي او د جوازونو د صادرولو، ځمکو ته د لاسرسي او اداري خنډونو د کمولو په برخو کې پانګه‌والو ته اسانتیاوې زیاتې کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button