ایران کې د ډالر ارزښت نوی ریکارډ جوړ کړ؛ یو ډالر له ۲۵۰ زره تومانو واوښت

ایران کې د ډالر ارزښت نوي تاریخي ریکارډ ته رسېدلی او یو امریکايي ډالر له ۲۵۰ زره تومانو اوښتی؛ ورسره د یورو، پونډ، سرو زرو او سکو بیې هم لوړې شوې دي.
د ایران په ازاد بازار کې د امریکايي ډالر بیه په بېساري ډول لوړه شوې او د لومړي ځل لپاره یو ډالر له ۲۵۰ زره تومانو اوښتی دی.
د سېشنبې په ورځ ایران کې د ډالر ارزښت تر ۲۵۰ زره او ۲۰ تومانو پورې ورسېد، په داسې حال کې چې یوه ورځ وړاندې یو ډالر شاوخوا ۲۴۳ زره او ۷۰۰ تومان هم پلورل شوی و. ایران کې د ډالر ارزښت
دغه بدلون ښيي چې یوازې په یوه ورځ کې د ډالر بیه شاوخوا اووه زره تومان لوړه شوې او ایراني تومان د بهرنیو اسعارو پر وړاندې له نوي فشار سره مخ شوی دی.
یورو، پونډ او د سرو زرو بیې هم لوړې شوې
د اسعارو د بازار بدلون یوازې په ډالر پورې محدود نه دی. د یورو بیه شاوخوا ۲۸۳ زره تومانو ته رسېدلې او د ۳۰۰ زره تومانو پولې ته نږدې شوې ده.
د بریتانیا پونډ هم شاوخوا ۳۳۰ زره تومانو ته لوړ شوی دی.
له بهرنیو اسعارو سره هممهاله د سرو زرو او سکو په بازار کې هم بیې پورته شوې دي. د امامي سکې بیه چې یوه ورځ وړاندې تر ۲۴۸ میلیونه تومانو کمه وه، نږدې ۲۵۲ میلیونه تومانو ته لوړه شوې ده.
د اسعارو او سرو زرو دغه بدلونونه په داسې وخت کې دي چې ایران کې د ډالر ارزښت د امریکا او ایران ترمنځ د روانو سیاسي او اقتصادي فشارونو په سیوري کې نوي ریکارډ ته رسېدلی دی.
د ټرمپ څرګندونې او پر ایران اقتصادي فشار
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپور رد کړی چې ګواکې واشنګټن تهران ته د اټومي پروګرام په برخه کې د شاتګ په بدل کې د بندیزونو د نرمولو او د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو وړاندیز کړی دی.
ټرمپ ویلي، ایران ته یې د بندیزونو د لغوه کولو یا د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو داسې وړاندیز نه دی کړی.
په همدې حال کې، امریکايي چارواکي باور لري چې پر ایران روان اقتصادي او سمندري فشارونه د دغه هېواد پر اقتصاد اغېز کوي. د هرمز تنګي وضعیت هم د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ یوه مهمه برخه پاتې ده.
د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د تومان کمزوري کېدل د وارداتي توکو پر بیو او د خلکو پر پېرلو ځواک هم د فشار د زیاتېدو اندېښنې راپورته کوي.
په داسې شرایطو کې ایران کې د ډالر ارزښت د دغه هېواد د اقتصادي وضعیت یو مهم شاخص ګرځېدلی او د اسعارو بازار راتلونکي بدلونونه به د ایران د اقتصادي او سیاسي وضعیت تر اغېز لاندې وي.



