ساینس، ټیکنالوژي او لوبوالي – وروستي لاسته راوړنې او خبرونه

له تاجکستان د برېښنا واردات؛ کابل او دوشنبه د برېښنا پر زیاتولو خبرې کوي

له تاجکستان د برېښنا واردات د زیاتېدو پر لور؛ د افغانستان او تاجکستان د برېښنا چارواکو د وارداتو، انتقالي لینونو، تعرفې، پانګونې او تخنیکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د افغانستان او تاجکستان د برېښنا چارواکو افغانستان ته د وارداتي برېښنا د کچې پر زیاتولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت د اجرائیوي عمومي ریاست مرستیال ملا عبدالحق همکار د یوه پلاوي په مشرۍ د تاجکستان د برېښنا شرکت «برق تاجیک» له مشر محمدعمر آسوزاده سره کتلي دي.

په دې کتنه کې له تاجکستان د برېښنا واردات د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وو او دواړو لورو افغانستان ته د وارداتي برېښنا د کچې پر زیاتولو بحث کړی دی.

د برېښنا د انتقالي لینونو پر پراختیا خبرې

د خبرو پر مهال د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د برېښنا د انتقالي لینونو پر پیاوړتیا او پراختیا هم بحث شوی دی.

دواړو لورو د برېښنا د کیفیت او ولتاژ د ښه کولو ترڅنګ د تعرفې، پانګونې فرصتونو او د انرژۍ په برخه کې د اوږدمهاله همکاریو موضوعات هم څېړلي دي.

د له تاجکستان د برېښنا واردات د زیاتولو ترڅنګ، افغان لوري د تخنیکي ظرفیت د لوړولو او په دې برخه کې د روزنیزو پروګرامونو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.

تخنیکي او سوداګریز ټیمونه خبرو ته دوام ورکوي

د افغانستان او تاجکستان چارواکو هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو تخنیکي او سوداګریز ټیمونه به خپلې خبرې روانې وساتي، څو د مطرح شویو موضوعاتو پر جزئیاتو کار او عملي پایلو ته ورسېږي.

د برېښنا شرکت په وینا، د انرژۍ په برخه کې د کابل او دوشنبې د همکاریو پراختیا کولای شي د برېښنا تبادله زیاته او د ګډو پروژو د عملي کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

افغانستان د خپلې اړتیا یوه برخه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي او تاجکستان هم د افغانستان د وارداتي برېښنا له سرچینو څخه دی.

د وروستیو خبرو تمرکز ښيي چې له تاجکستان د برېښنا واردات او د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ د همکاریو پراختیا به د تخنیکي او سوداګریزو ټیمونو د راتلونکو مذاکراتو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button