د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید پروژې عملي چارې پیل شوې

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید د پروژو عملي چارې یې په غزني ولایت او د کابل په سروبي (نغلو) سیمه کې پیل کړې دي.
په غزني او سروبي کې د لمریزې برېښنا پروژې
د برېښنا شرکت په وینا، شاوخوا یوه میاشت وړاندې په غزني کې د ۲ زره مېګاواټه او په سروبي کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژو عملي کار هم پیل شوی و. د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید پروژې عملي چارې پیل شوې
د دغو پروژو په لومړي پړاو کې د لمریزو تختو د نصب لپاره د ځمکې د هوارولو چارې روانې دي او تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې بشپړې شي.
د لمریزو تختو نصب دوهم پړاو دی
د ځمکې له هوارولو وروسته به د پروژو دوهم پړاو پیل شي، چې د لمریزو تختو نصب او فعالول به پکې شامل وي.
د د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید له ټول ظرفیت څخه پاتې ۷۹۰۰ مېګاواټه پروژې هم په ټاکل شویو ولایتونو کې د پیل لپاره چمتو کېږي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دغو پروژو پاتې برخې به هم په نږدې راتلونکې کې عملي شي.



