سیمه‌ییز

د کامدېش عملیات؛ ۴۱ وسله‌وال وژل شوي

د کامدېش عملیات د دفاع وزارت په وینا پای ته رسېدلي دی. وزارت وايي، نورستان کې ۴۱ وسله‌وال وژل شوي او ۶۲ نور نیول شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت زیاتوي، نورستان ولایت کې د وسله‌والو پر ضد پیل شوي عملیات پای ته رسېدلي دي. د وزارت په وینا، په نښتو کې لسګونو وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

وزارت تېره شپه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کامدېش عملیات د هغو وسله‌والو پر ضد ترسره شوي چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې ولسوالۍ ته اوښتي وو.

دفاع وزارت ادعا کوي چې دغو وسله‌والو د پاکستاني پوځي کړیو مرسته ترلاسه کړې وه. د دې ادعا خپلواک تایید نه دی شوی.

۴۱ وسله‌وال وژل شوي او ۶۲ نور نیول شوي

د وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په د کامدېش عملیات کې ۴۱ وسله‌وال وژل شوي او ۶۲ نور ژوندي نیول شوي دي.

د وژل شویو او نیول شویو کسانو د هویت او تړاو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي او دا شمېرې هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

دفاع وزارت په خپله خبرپاڼه کې یاد وسله‌وال د داعش او نورو «شر او فساد» ډلو غړي بللي دي.

دفاع وزارت د ورته هڅو پر وړاندې د غبرګون خبرداری ورکړ

وزارت ویلي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورې ته په اوښتو سره ناامني رامنځته کړي.

د وزارت په خبره، که وسله‌والې ډلې بیا ورته اقدام وکړي، د افغان ځواکونو له غبرګون سره به مخ شي.

د کامدېش عملیات له پای ته رسېدو سره دفاع وزارت وايي، په سیمه کې د دغو وسله‌والو پر ضد پیل شوې پوځي مرحله بشپړه شوې ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button