افغانستان

د افغان نجونو زده‌کړې؛ دیکارلو له طالب چارواکو سره نړیوالې اندېښنې شریکې کړې

ملګري ملتونه وايي، د افغان نجونو زده‌کړې او د ښځو وضعیت کابل ته د روزماري دیکارلو د سفر له مهمو موضوعاتو څخه وو او نوموړې په دې اړه له طالب چارواکو سره نړیوالې اندېښنې شریکې کړې.

ملګري ملتونه وايي، د سرمنشي مرستیالې روزماري دیکارلو کابل ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال له طالب چارواکو سره د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې شریکې کړې دي. د افغان نجونو زده‌کړې

د ملګرو ملتونو د بیان له مخې، دیکارلو په ځانګړي ډول زده‌کړو ته د نجونو د لاسرسي موضوع مطرح کړې او ټینګار یې کړی چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې پرمختګ د افغانستان له پرمختګ سره مرسته کولی شي.

د افغان نجونو زده‌کړې د خبرو مهمه موضوع وه

ملګري ملتونه وايي، دیکارلو له طالب چارواکو سره په لیدنو کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو اندېښنې شریکې کړې. د افغان نجونو زده‌کړې د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وې.

نوموړې د خپل سفر پر مهال د مدني ټولنې له استازو، ښځو او د ملګرو ملتونو له افغان ښځینه کارکوونکو سره هم لیدلي دي.

دیکارلو د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۳مه، افغانستان ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې امیرخان متقي له دیکارلو سره په کتنه کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې هم حضور درلود.

د افغان نجونو زده‌کړې, د دوحې بهیر او د افغان نجونو زده‌کړې

د دوحې د بهیر دوام هم له طالب چارواکو سره د دیکارلو د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه و. هغې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه به دغه بهیر ته دوام ورکړي.

دیکارلو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکټور په برخو کې د دوو کاري ډلو پرمختګ ته هم اشاره کړې ده.

هغې ویلي، د دوحې د بهیر خبرې باید د افغانستان خلکو ته لا ډېرې عملي پایلې ولري.

دا په څه کم دوو میاشتو کې دوهم ځل دی چې دیکارلو او امیرخان متقي د دوحې د بهیر په اړه خبرې کوي. د بهرنیو چارو وزارت د وږي په ۱۵مه ویلي وو چې دواړو په ټیلیفوني اړیکه کې د تعامل او همکاریو پر دوام خبرې کړې وې.

د دوحې بهیر د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه د نړیوال تعامل لپاره رامنځته شوی دی. تر اوسه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو درې غونډې شوې دي.

درېیمه غونډه د ۲۰۲۴ کال په اوړي کې د طالبانو په ګډون جوړه شوې وه. د افغان نجونو زده‌کړې او د ښځو حقونه بیا د افغانستان په اړه د نړیوالو بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه پاتې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button