افغانستان

د ښځو نیول کېدل؛ یوناما په کابل او هرات کې د ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ د نیولو خبر ورکړ

د ښځو نیول کېدل په کابل او هرات کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما اندېښنې راپارولې دي. یوناما وايي، د ۲۰۲۶ کال له جولای تر سپتمبر پورې لږ تر لږه ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیول شوې یا توقیف شوې دي.

یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي، ښايي د دغو پېښو اصلي شمېر تر ثبت شوي رقم لوړ وي، ځکه د امنیتي اندېښنو او ټولنیزې بدنامۍ له امله ځینې پېښې نه راپور کېږي.

د ملګرو ملتونو دغه ماموریت وايي، یو شمېر نورې ښځې د نیولو له ګواښونو سره هم مخ شوې دي.

د ښځو نیول کېدل؛ یوناما د پېښو د زیاتوالي اندېښنه لري

د یوناما په وینا، دغه نیونې تر ډېره د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو لپاره د ټاکل شویو جامو او حجاب له مقرراتو سره تړاو لري.

په اعلامیه کې ویل شوي، د چادرۍ نه اغوستل، د ویښتانو ښکاره کېدل، د رنګینو ټیکریو اغوستل، سینګار او له محرم پرته په عامه ځایونو کې حضور د ځینو نیونو د لاملونو په توګه ثبت شوي دي. د ښځو نیول کېدل

یوناما وايي، د ښځو نیول کېدل په ځینو مواردو کې له لفظي ځورونې، ګواښونو او وهلو ټکولو سره هم مل وو. د ښځینه دوکاندارانو اړوند پېښې هم ثبت شوې دي.

د راپور له مخې، نیول شوې ښځې تر څو ساعتونو توقیف وروسته خوشې شوې دي.

یوناما د ښځو د حقونو د درناوي غوښتنه کوي

یوناما وايي، دغه اقدامات د ښځو او نجونو پر تګ راتګ، فردي ازادۍ او خپلواکو پرېکړو اغېز کوي او د ټولنیزې بدنامۍ او لا زیاتې ګوښه کېدو خطر ورسره زیاتېږي.

دغه ماموریت له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي مقررات پای ته ورسوي او د افغانستان نړیوالو بشري حقونو ژمنو ته درناوی وکړي.

طالبانو د یوناما دغې تازه اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی. دوی تر دې وړاندې ویلي چې د ښځو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تأمین کړي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button