د ټاپي پروژې پرمختګ؛ پاکستان ته د منځنۍ اسیا د ګازو نوې هیلې

د ټاپي پروژې پرمختګ پاکستان ته د منځنۍ اسیا د طبیعي ګازو د یوې نوې سرچینې هیلې تازه کړې دي. پاکستاني رسنۍ وايي، د پروژې د کارونو چټکتیا د دغه هېواد د انرژۍ امنیت لپاره مهمه بلل کېږي، خو حقوقي، سوداګریز او زیربنايي چمتووالی لا هم ضروري دی.
په افغانستان کې د ټاپي نللیکې د سرحدآباد–هرات پر ۱۵۳ کیلومتره برخې کار روان دی. د ترکمنستان د تېلو او ګازو دولتي ادارو په وینا، شاوخوا ۷۰۰ ترکمن متخصصان او تر ۲۵۰ ډېر ساختماني او تخصصي ماشینونه په دې برخه کې کار کوي.
ټاپي نللیکه به له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې د هند تر پولې پورې شاوخوا ۱۸۱۴ کیلومتره اوږده وي. د پروژې کلنی ظرفیت ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز ښودل شوی دی.
د ټاپي پروژې پرمختګ او د افغانستان برخه
د سرحدآباد–هرات برخې چارې په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوې. د ۲۰۲۶ کال په اګست کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ له لوړې کچې خبرو وروسته د پروژې د کارونو د چټکتیا خبر ورکړل شو.
ترکمنستان وايي، د ګلکینیش د ګازو ستره حوزه به د ټاپي نللیکې د طبیعي ګازو اصلي سرچینه وي.
د اسیا پراختیايي بانک د معلوماتو له مخې، پاکستان او هند به هر یو د قرارداد شوي ګاز ۴۷.۵ سلنه ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان ونډه پنځه سلنه ټاکل شوې ده.
پاکستاني چارواکو د امکانسنجۍ پر بنسټ د پروژې اټکلي لګښت شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر ښودلی دی. اسلاماباد او عشقاباد په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان په برخه کې د چارو د چټکتیا لپاره پر ګډ عملي پلان هم هوکړه کړې وه.
په دې توګه د ټاپي پروژې پرمختګ د پاکستان لپاره یوازې د ګازو د یوې نوې سرچینې موضوع نه ده، بلکې د دغه هېواد د انرژۍ د سرچینو د متنوع کولو له هڅو سره هم تړاو لري.
پاکستان ته اقتصادي فرصتونه او ننګونې
د پاکستان د سیمهییزو مطالعاتو انستیتیوت څېړونکې ملیحه محمود وايي، ټاپي کولی شي د پاکستان د انرژۍ امنیت پیاوړی او پر وارداتي مایع طبیعي ګاز یا LNG یې اتکا کمه کړي.
د هغې په وینا، د ځمکنۍ نللیکې له لارې د ګازو ترلاسه کول پاکستان ته هغه مهال بله سرچینه برابروي چې د LNG نړیوالې بیې لوړېږي یا سمندري لارې له ستونزو سره مخ کېږي.
خو د اسلاماباد د عصري ژبو ملي پوهنتون استاد مسعود احمد وايي، د پروژې اوږدمهاله بریالیتوب به د ګاز په وروستۍ بیه، ترانزیتي فیسونو، تمویل، امنیتي ترتیباتو او ثابتې تقاضا پورې تړلی وي.
د هغه په وینا، پاکستان باید د ټاپي د ګاز بیه له LNG او نورو موجودو سرچینو سره پرتله کړي. که ګاز په مناسبه بیه صنعت، د سرې تولید او نورو سکتورونو ته ورسېږي، اقتصادي ارزښت یې زیاتېدای شي.د ټاپي پروژې پرمختګ
له همدې امله د ټاپي پروژې پرمختګ له نویو فرصتونو سره یوځای د اوږدمهاله تمویل، امنیت، تادیاتو او باثباته قراردادي ترتیباتو اړتیا هم رامنځته کوي.



