د پښتونخوا کړکېچ؛ د باړې بازار تړل شوی، ساجد ترین د بېباورۍ د زیاتېدو خبرداری ورکوي

د پښتونخوا کړکېچ د تحریک انصاف تر وروستیو لاریونونو وروسته لا پراخ شوی دی. د خیبر ولسوالۍ د باړې بازار تړل شوی، امنیتي تدابیر سخت شوي او د بلوچستان نېشنل ګوند مرستیال مشر ساجد ترین د بېړني حالت پر سیاسي پایلو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د سیمهییزو راپورونو له مخې، د باړې بازار سوداګریز مرکزونه او مارکېټونه تړل شوي او بازار ته غځېدلې لارې د کانټینرونو په اېښودلو بندې شوې دي.
ځایي چارواکو د امنیت د ټینګښت لپاره د پېښور او خیبر اضافي پولیس سیمې ته استولي دي. د پولیسو لوړپوړو چارواکو هم د باړې بازار امنیتي وضعیت ارزولی دی.
د پښتونخوا کړکېچ؛ د باړې بازار ولې تړل شوی؟
ځایي ادارې ویلي، د تحریک انصاف د لاریونونو پر مهال دولتي ودانیو او شتمنیو ته د اوښتو زیانونو له امله د بازار د تړلو پرېکړه شوې ده.
د راپورونو له مخې، د سېشنبې ورځې په لاریونونو کې د مظاهرهچیانو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې. د نادرا دفتر او د ژغورنې ادارې ځینې برخې هم د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوې دي.
پولیسو ویلي چې وضعیت یې تر ډېره مهار کړی او د تاوتریخوالي په تړاو یې لسګونه کسان نیولي دي. د نیول شویو کسانو د شمېر په اړه په راپورونو کې توپیر لیدل کېږي.
د پښتونخوا کړکېچ په دوام کې د پاکستان د فدرالي حکومت له لوري د بېړني حالت او د والي واکمنۍ اعلان هم د سیاسي اختلافونو لامل شوی دی.
د پاکستان حکومت د اکتوبر په ۱۱مه په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او د والي واکمني اعلان کړه. فدرالي چارواکي دا پرېکړه د امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ پر وړاندې د اقداماتو لپاره اړینه بولي، خو تحریک انصاف یې مخالفت کوي. د پښتونخوا کړکېچ د پښتونخوا کړکېچ
ساجد ترین: بېړنی حالت د خلکو بېباوري زیاتوي
د بلوچستان نېشنل ګوند مرکزي مرستیال مشر ساجد ترین افغانناو ته ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي واکمنۍ نافذول د خلکو او حکومتي ادارو ترمنځ بېباوري زیاتوي.
ترین دغه اقدام غیرقانوني بللی او ادعا یې کړې چې د فدرالي حکومت پرېکړه د امنیتي اړتیاوو پر ځای سیاسي انګېزې لري.
هغه ویلي، که د ناامنۍ زیاتوالی د بېړني حالت دلیل وي، نو په بلوچستان کې هم ورته امنیتي ستونزې شته، خو هلته دا ډول پرېکړه نه ده شوې.
د نوموړي په وینا، د خیبر پښتونخوا منتخب حکومت غوښتل چې نوي پوځي عملیات د ایالتي ادارو په سلا ترسره شي، خو فدرالي حکومت له دغه دریځ سره اختلاف درلود.

ترین په سوات، وزیرستان او نورو سیمو کې پخوانیو پوځي عملیاتو ته په اشارې ویلي چې دغو عملیاتو خلک بېځایه کړي او اقتصادي زیانونه یې اړولي دي.
هغه د بېړني حالت د اعلان قانوني بهیر هم تر پوښتنې لاندې راوستی او ویلي یې دي چې د ایالتي اسمبلۍ رول باید له پامه نه وای غورځول شوی.
د پاکستان د اساسي قانون له مخې، د بېړني حالت د دوام لپاره د پارلمان د تایید ځانګړي شرایط موجود دي.
ساجد ترین خبرداری ورکړی چې د والي واکمنۍ دوام د مرکز او ایالتونو اړیکې زیانمنولای شي او د خلکو سیاسي نارضایتي زیاتولای شي.
هغه ویلي، د اپوزېسیون ګوندونه د وروستیو تحولاتو په اړه سلا مشورې کوي او ښايي په راتلونکو غونډو کې د خپل سیاسي غبرګون په اړه پرېکړې وکړي.
د پښتونخوا کړکېچ په داسې حال کې دوام لري چې له یوې خوا امنیتي ادارې د نظم د ټینګښت هڅې کوي او له بلې خوا مخالف سیاسي ګوندونه د بېړني حالت او د والي واکمنۍ پر قانوني او سیاسي پایلو نیوکې کوي. د پښتونخوا کړکېچ



