فرانسه افغان ښځو ته د تحصیلي بورسونو شمېر زیاتوي
فرانسې افغان ښځو ته د تحصیلي بورسونو د زیاتولو اعلان کړی او په راتلونکو دوو کلونو کې د ۲۸۵ افغان مېرمنو د منلو پلان لري.
د فرانسې حکومت اعلان کړی چې افغان ښځو ته به د زدهکړو د نورو فرصتونو برابرولو ترڅنګ خپل ملاتړ هم زیات کړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو د سېشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۴مه، د دغه هېواد په ولسي جرګه کې ویلي چې د افغان ښځو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او فرانسه غواړي د هغوی د ملاتړ لپاره نور اقدامات وکړي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، بارو دغه څرګندونې د ولسي جرګې د پوښتنو او ځوابونو په غونډه کې کړې دي.
افغان ښځو ته د فرانسې نوي تحصیلي بورسونه
د فرانسې حکومت د نوي پلان له مخې، په ۲۰۲۷ کال کې به لږ تر لږه ۸۵ افغان مېرمنې د دغه هېواد په پوهنتونونو کې ومنل شي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د جنورۍ میاشتې د داخلې په دوره کې به ۵۰ افغانې نجونې د دغه هېواد په پوهنتونونو کې شاملې شي.
دغه راز، د سپټمبر میاشتې د داخلې په دوره کې به افغان ښځو ته ۳۵ معتبر دولتي تحصیلي بورسونه ورکړل شي.
د فرانسې حکومت پلان لري چې په ۲۰۲۸ کال کې ۲۰۰ نورو افغان مېرمنو ته هم په دغه هېواد کې د زدهکړو فرصتونه برابر کړي.
بارو ویلي چې هېواد یې غواړي د افغان ښځو د زدهکړو او ملاتړ په برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي.
له طالبانو سره د فرانسې تخنیکي اړیکې
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د افغان ښځو د ملاتړ ترڅنګ، د کډوالۍ او امنیت په اړه د خپل هېواد پر دریځ هم ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، هغه افغان وګړي به له فرانسې وایستل شي چې په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې اوسېږي او عامه نظم ته ګواښ پېښوي.
بارو دغه راز څرګنده کړې چې د طالبانو له حکومت سره د فرانسې تخنیکي تماسونه باید د هغوی د حکومت د رسمیت پېژندلو یا ملاتړ په مانا ونه ګڼل شي.
فرانس پرېس د اکټوبر میاشتې په لومړیو کې راپور ورکړی و چې پاریس د طالبانو د حکومت له استازو سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي.
خو یوې ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي وو چې دغه خبرې د افغانستان په اړه د فرانسې په دریځ کې د بدلون ښکارندویي نه کوي.
افغان ښځو ته د تحصیلي بورسونو د زیاتولو اعلان په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع دي.
د طالبانو حکومت د افغان ښځو پر لوړو زدهکړو لګېدلي محدودیتونه لنډمهالي بولي او وايي چې په نورو برخو کې یې ښځو ته د اسلامي اصولو په رڼا کې حقونه ورکړي دي.



