Uncategorized

جوبايډن : سر تیري افغانستان کې ساتو

جوبايډن : سر تیري افغانستان کې ساتو.د امریکا نوی منتخب شوی جمهور ریس جو بایډن تازه د افغانستان په هکله بیان ورکړی او ویلي يې دي تمرکز يې پر دې دی چې د افغانستان په هکله له سیاسي جوجاړي له لارې د موضوع حل شي.او۔د دغه پایلې په مثبت ډول افغانستان باندې اغېز ولري.

ښاغلي بایډن په خپلو اولینۍ وینا کې چې د دفاع وزارت کې يې کړې ویلي د مي په میاشت کې له افغانستانه سرتیري نه باسي خو د افغانستان د جګړې حل لپاره به د ډیپلماسۍ او سیاسي لارو کار باید واخستل شي ترڅو جګړه پای ته ورسیږي هغه ویلي د مي په میاشت کې سرتیري له افغانستانه نه باسي خو سیاسي لاره يې اولیت دی.د امریکا ولسمشر ویلي چې هرځای د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره کار کوي او نظامي لاره به يې په هرځای کې وروستی پېشنهاد وي.

جوبایډن همداراز ویلي چې د امریکا اوږدې جګړې به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ختموي او امریکايي پوځ به یوازې د امریکا د امنیت د تامین او امريکايي ګټو د خوندیتوب لپاره فعالیت کوي.جو بایډن په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې هم ویلي چې د امریکا اوږدې جګړې به ختموي او نور به امریکا يي سرتیري خپله د امریکا امنیت ساتي.

جوبایډن 750x430 1
ولسمشر جوبايډن

متحده ایالات د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دنده زیاته کړې او ورته يې دنده سپارلې ترڅو د سولې پروسه بریالۍ کړي، په دوحه کې د افغان سولې پيل وشوخو د څو میاشتو په تیریدلو سره د بین خپلمنځي مذاکراتو غونډې نه دي شوې او دا خبرې دریدلې دي، طالبان په سیمه ییزو سفرونو بوخت او افغان پلاوی د دې انتظار کوي چې څه وخت به خبرې پیل شي.

دا هم ولولئ:  له نجونو پرته په افغانستان کې د تحصیلي کال پيل

بلخوا بیا په یو شمېر ولایتونو کې بمي چاودنې هدفي وژنې او جګړې حد ته رسیدلې او خلک خورا اندېښمن دي او لاهم وايي کچیري د سولې خبرې نیتجه ورنکړي نو ښايي چې جګړې نورې هم شدت پيدا کړي.نژدې هره ورځ په پلازمینه کابل کې د مقناطسي ماینونو چاودنې، او په یو شمېر ولایتونو کې  هدفي وژنې هغه څه دي چې پهافغانستان کې دننه او بهر يې اندېښنې را پآرولي.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button