نړیوال خبرونه

جوبایډن: دافغانستان جګړه باید د سیاسي پروسې له لارې حل شي

جوبایډن: د افغانستان جګړه باید د سیاسي پروسې له لارې حل شي د امریکا جمهور ریس ښاغلی جوبایډن وايي، دده په مشرۍ اداره د هغې سیاسي پروسې کلک ملاتړي کوي، چې په افغانستان کې شل کلنه جګړه ختموي.

د امریکا جمهور ریس جوبايډن دا خبرې پرون د جمعې په ورځ د میونخ امنیتي کانفرانس ته د خبرو پرمهال کړي او زیاته کړې یې ده، چې امریکا به د خپلو اروپايي او ناټو متحدینو سره په ګډه په افغانستان کې د پرمختګ لپاره کار وکړي.د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې لاسلیک شوي تړون په اړه بایډن په څرګنده ویلي، چې دده په مشرۍ د امریکا نوی حکومت افغانستان کې له ډیپلوماتیکو لارو د جګړې پایته رسول غواړي.

هغه وویل زما اداره د هغې روانې ډیپلوماټیکې پروسې څخه په کلکه ملاتړ کوي چې په افغانستان کې شل کلنه جګړه پایته رسوي.نوموړي ویلي، مونږ هغه ډاډ ترلاسه کولو ته ژمن یو چې افغانستان به هیڅکله د امریکا د متحدو ایالاتو او د هغوی د متحدینو د ګټو په وړاندې خطر نه پېښوي.هغه وايي باید نور افغان وژنه بنده شي تر څو افغانان په خپلو منتقو کې ارامه ژوند وکړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن په داسې افغانستان کې د سولې روانو مذاکراتو څخه په کلک خپل ملاتړ اعلانوي چې تیره ورځ د افغانستان په هکله د ناټو ددفاع وزیرانو غونډه بې نتیجې پایته ورسېده او د ناټو دفاع وزیران په دې ونه توانېدل چې په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د تمدید لپاره تأیید ترلاسه کړي.

fb img 1613801394449

که څه هم خلکو تمه لرله چې د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې به دغه تړون افغانستان کې د خپلو پوځیانو د پاتې کېدو موده وغځوي؛ خو داسې ښکاري چې ناټو نور نه غواړي د مئ له میاشتې وروسته افغانستان کې د خپلو عسکرو ژوند له خطر سره مخ کړي.د ښاغلي بایډن د خبرو نه داسې معلومیږي چې دويي غواړي د سولې خبرو ته دوام ورکړي. او افغانستان ته یو حل لارې اوګوري.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button