ولسمشر غني: هيڅ وخت به د موقت حکومت ملاتړی نشم
ولسمشر غني: هيڅ وخت به د موقت حکومت ملاتړی نشم د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس اشرف غني یو ځل بیا د موقت حکومت په مخالفت وکړ اووی ویل چې واک به د خپلې دورې په پای ته رسیدلو سره منتخب او د ولس په خوښه نوی ولسمشر ته وسپارم.
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د سرتیري ورځې په مناسبت د افغان سولې او روانې جګړې پهاړه تازه څرګندونې کړې او ویلي يې دي چې روانه جګړه ناروا ده او اسلام سره هیڅ تړاو نه لري.نوموړي وویل چې جګړه کول اسانه ده اما میړانه هغه ده چې سوله يې وکړه ولسمشر غني وویل چې د افغانستان د روانې جګړې په هکله د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دیني عالمانو فتواوې ورکړې چې یاده جګړه ناروا ده او اسلامي رنګ نلري،
او له همدې امله ځکه نو موږ ورته روا جګړهه نه شو ویلای هغه پر طالبانو ږغ وکړ چې د میړانې او صداقت پر لاره روان او سوله وکړي ځکه د ده په وینا سوله د میړانې لاره ده هغه وویل چې طالبان دي د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي او له جګړې دي لاس واخلي.ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د افغان ځواکونو د سرښندونو او دندو په اړه هم خبرې وکړې او د هغوی د کړنو ستاینه ېې وکړه.

تر دې دمه د طالبانو او افغان حکومت خبرې چې څو میاشتي مښکې په قطر کې پیل شوې وې تراوسه بې نتیجې پاتي او د جګړې د کمولو او سولې د پرمختګ په برخه کې هیڅ نه لیدل کیږي چې پرمهال يې اندېښنې زیاتي او جګړه نوره هم تېزه شوې ده.
که مونږ اوګورو هره ورځ د افغانستان د کابل په شمول په یو شمېر ولایتونو کې ټارګټ کلنګ او بمي بریدونه رامنځ ته کیږي چې پکښي عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي، خو د سولې هیڅ درک نه مالومیږي.شنونکي په دې اړه وای چې باید روان تاوتریخوالی کم شي.او جګړه پای ته ورسیږي که تاوتریخوالی همداسې دوام وکړي نو دا به د سولې خبرې هم زیانمنې کړي.



