رولا غني: د سولې پروسه کې باید د ښځو حقوق قربانی نشي
دافغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس اشرف غني مېرمن رولاغني ویلي چې د سولې په پروسه کې بايد د مېرمنو حقوق قرباني نشي، رولا د همدې لپاره اوس د يوې نوې شورا د جوړولو خبره هم کړې ده چې ډېر ژر به تشکیل شي.
اغلې رولا غني پخپلو تازه خبرو کې ويلي دي چې ډېر ژر به د سولې په چارو کې د ښځو عالي شورا جوړه کړي، ددې شورا د جوړښت پهاړه لا تر دې دمه نور جزييات او تشریحات نه دي ورکړل شوي.رولا غني په داسې حال کې د نويو شوراګانو په جوړولو پيل کړی دی چې تر دې د مخه د ډول ډول شورا ګانو د جوړلو په نامه په درنو فسادي تورونو تورنه ده.اغلې رولا غني چې ځان د ښځو د چارو يوه مشره ګڼي په حقيقت کې د افغانستان د ښځو د يو فيصد استازولي نکوي
رولاغني او ددې په شاخوا کې راټولې سټايلش فعالانې د سندرو ويل، د ډول ډول جامو اچول د ولسمشر کېدل ته اساسي حقوق وايي.خو که مونږ اوګورو د افغانستان د ښځو لپاره تر دې وړاندې نور ډېر مهم حقوق شته، د افغانستان په اطراف کې او يا هم په ښارونو کې ډېری افغان مېرمنې نه غواړي نور یې يا د پلار يا د ورور او يا هم د خاوند د مرګ خبر واوري،
دا باید اومنو چې تعليم، کار او نور د ښځو او ټولو انسانانو بنسټيز حقوق دي، خو په دې کې هیڅوک ستونزه نلري، په ماهیت کې به يې ټول بېلابېل فکر لري خو په مشروعیت کې یې هېڅوک مشکل نلري.ډېری کسان په ځانګړي ډول هغوي چې د ارګ څخه تغذيه کېږي د ښځو د حقوقو مسله صرف د سولې د مخنیوي او یو ډول منفي تبلیغاتو لپاره کاروي،
خو که مونږ د سیاسي شنونکو خبرو ته غوږ کېږدو او د دوی خبرې واورو نو اکثره ېې وای دا ډول بې ځایه مصرف نه باید ډډه وشي.او د دې پر ځای چې په نوې شوراګانو باندې پېسې مصرف کړو باید نور بنسټيز کارونه وکړو او وطن د ابادی لپاره کار وکړو تر څو زمونږ اوسني ځوانان په اینده د ښه ژوند خاوندان شي.