نړیوال خبرونه

پاسپورټ ریاست: وروسته له دې الکترونیکي تزکيرې نه پرته پاسپورټ چا ته نه ورکوو

پاسپورټ ریاست: وروسته له دې الکترونیکي تزکيرې نه پرته پاسپورټ چا ته نه ورکوو.سوره له دې چې په هېواد کې د برېښنا تذکرو د وېش لړۍ ډېره کمزوې روانه ده، د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست خبر ورکړ چې وروسته له دې کاغذي پېژندپاڼې لرونکي کسان پاسپورټ نشي تر لاسه کولی.

د پاسپورټ ریاست په مرکز او ولایتونو کې له خلکو وغوښتي چې لومړی دې الکترونیکي پېژندپاڼې واخلي او بیا دې پاسپورټ اخیستو ته مراجعه وکړي.یاد ریاست زیاتوي، یاده پرېکړه یې د الکترونیکي پېژندپاڼو د چټک وېش او دېته ورته خدمتونو د ترسره‌کولو پر مهال د وخت د نه ضایع کېدو په موخه کړې ده.بل د معلوماتو او احصائیې ملي ادارې هم په کابل ښار کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش پروسه بنده کړه او ښايي په ولایتونو کې هم اجرا نشي.

دغه ریاست داسې مهال پر کاغذي تذکرو د کمپيوټري پاسپورټونو د وېش لړۍ دروي چې اوس د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د الکټرونیکي تذکرو اخیستل سر دردی شمېرل کېږي او یو شمېر ولایتونو او سیمو کې خو لا مخالفین هیڅ اجازه نه ورکوي.ځينو رسنیو د مختلفو ولایتونو له یو شمېر اوسېدونکو سره مرکې کړې دي او دا جوته شوې ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د برېښنايي پېژندپاڼو فورمې ډکې کړې دي

خو تر اوسه یې د بایومتریک پروسه لا نه ده ترسره کړې.دوی له حکومت نه غواړي چې په دې برخه کې د ولسونو ته اسانتیاوې برابرې کړي څو خلک په اسانۍ سره وکولی شي الکټرونیکې تذکرې ترلاسه کړي.دا سمه ده چې برېښنايي تذکرې نړۍوال معتبر سند دی او اخیستل یې د هر افغان ملي او ایماني دنده ده،خو دولت دې لپاره سهولیات رامنځته کړي.

efyxc3rcui3kdjwvefjysgtzsy 750x430 1
پاسپورټ

تر هر څه مخکې باید ستونزې وسنجول شي او یې د اخیستو لپاره خلک په بېلابېلو لارو مجبور کړل شي.ترڅو الکترونیکي پېژند پاڼړې ترلاسه کړي او د دغه پروسې سره یوځای شي.که دا کار وشي نو ښای تر ډېره د هېواد امنیتي ستونزه هم حل شي.او عام افغانان به وکولی شي چې د نورو هیوادونو ویزې هم په اسانه ترلاسه کړي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button