زلمی خلیلزاد مسکو ته ځي
زلمی خلیلزاد مسکو ته ځي.ډېره مودو وروسته د قطر خبرو ترڅنګ دوه نورې غونډې چې ترکیه او روسیه به يې کوربنه وي جوړیږي په دې غونډو کې لا له وړاندې افغان دولت استازو د ورتللو خبره کړې او یل کیږي طالبان به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي،
اوسمهال تازه ویل کیږي چې ښاغلی خلیلزاد هم په دې غونډه کې ګډون کوي.د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا لخوا د مسکو جوړیدونکې غونډې لیږي ترڅو هلته د سولې اړوند خپل ګډون او دریځ روښانه کړي.راتلوونکې پنج شنبې دا غونډه کنفرانس د روسیې په پلازمینه مسکو کې جوړیږي امریکايي چارواکو ویلي چې دا غونډه د سولې لپاره د نړیوالو هڅو یوه برخه ده او دا هم ویلای شي چې د دوی د اندېښنو ښکارندويي هم کوي.
ولسمشری ماڼړی په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې امریکايي استازي زلمي خلیلزاد تیر مازیګر له ولسمشر غني سره دلیدنې پرمهال هغه ته د خپلو سفرونو مالومات وړاندې کړي او د افغان سولې پر راتلوونکو ېې خبرې کړي دي.ویل کیږي چې نوموړی د عبدالله عبدالله سره هم کتلي او د سولې په اړه ېې ورره خبرې شي دي.
په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره د مسکو او ترکیې غونډې خورا مهمې بلل سوې او تر اوسه پوري د افغان دولت او طالبانو له لوري د ګډون کوونکو پلاوو، د ټاکل کیدلو ویل شوي او ښايي د یو شمېر نورو سیمه ییزو هېوادونو پلاوي هم ګډون وکړي چې تازه د امریکا د سولې استازي زلمي خلیلزاد هم د مسکو په غونډه کې د ګډون خبره کړې
تر دې دمه د مسکو د غونډې نور جزیات چې ایا د اوربند او جګړې دریدلو لپاره به کوم ګټور اقدام ترسره شي څه نه دي ویل سوي خو تر ډیره بریده دې کنفرانسونو ته هیله سته ترڅو د افغان سولې د خبرو او یاهم جګړې دریدلو لپاره کوم اقدام ترسره شي.