Uncategorized

سیګار: د نړیوالو مرستو نه پرته حکومت افغانستان نشی چلولی

سیګار:د نړیوالو مرستو نه پرته حکومت افغانستان نشی چلولی دافغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څار دفتر یا (SIGAR) ویلي، چې د له نړۍوالو مرستو پرته په افغانستان کې هیڅ حکومت دوام نه شي کولای او جګړه نوره هم زیاتېدی شي.

د (SIGAR) ادارې مفتش جان سوپکو له رویټرز سره په یوه مرکه کې ویلي چې افغانستان لا هم د نړیوالو ملکي او نظامي مرستو ته ضرورت لري او که دغه کومک بندشي، دلته هیڅ راز حکومت دوام نه کوي او له سقوط سره مخ کېږي.هغه زیاته کړې،ان طالبان هم په دې باور دي چې تر سولې وروسته حکومت هم د بهرنیانو مرستې ته اړتیا لري او که بهرنۍ مرستې نه وي، نو دلته به نه جمهوري او نه امارتي نظام دوام وکړي.

د نوموړي پر وینا، جېینوا کنفرانس کې د امریکا په ګډون ډېرو مملکتونو خپلې مرستې له افغانستان سره کمې کړې او ځینو بیا د سولې په برخه کې له پرمختګونو او د فساد مخنیوي سره وتړلې چې دا مسئله د افغانستان په زیان ده.هغه وای که دا لړی همداسې روانه وي نو ښای حکومت سقوط وکړي.

جان سوپکو وایي نړیواله ټولنه او له افغانستان سره مرستندویه بنسټونه او هېوادونه باید له دغه هېواد سره خپلې ملکي او نظامي مرستې ډېرې کړي، څو حکومت منظم شي او په دغه هېواد کې نړیوالو ترهګرو ډلو ته د ترهګریزو فعالیتونو ته زمینه برابره نه شي.

(SIGAR) داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د سولې خبرې یو مهم پړاو ته رسېدلي دي او طالبان افغانستان کې د امریکايي ځواکونو موجودیت د دوحې تړون نقض او د سولې پر وړاندې خنډ بولي.په دې مهم وخت کې د سیګار دغه ډول څرګندونې په افغانستا کې د بهرنیو په ځانګړي ډول د امریکايي ځواکونو حضور ته د بهانې لټول دي،

دا هم ولولئ:  روغتيا وزارت: طبي وسايل د کرونا ویروس لپاره کم دي
2927790

دغه اداره یعنې(SIGAR) تر دې مښکې هم یو راپور خپور کړی وو چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو میلیاردونه لګول شوې پیسې د دوی له وتلو وروسته له خطر سره مخ کېږي او باید امریکا مسوولانه چلند وکړي.د شنونکو پر وینا اوسمهال حکومت ته پکار دي چې باید داسې یو مېکانیزم جوړ کړي چې افغانستان باید لږ تر لږه 50% په ځان بسیا شي.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button