نړیوال خبرونه

امریکا د افغان سولې په اړه متحدینو سره خبرې کوي

امریکا د افغان سولې په اړه متحدینو سره خبرې کوي.د امریکا د بهرینو چارو وزیر ښاعلی انتوني بلینکن بروکسل ته ځي او هلته د ناټو سازمان له غړو ملکونو سره د افغانستان او د افغان سولې اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کوي.

رویټرز خبري‌ اژانس د یوه دولتي چارواکي له قوله ویلي ښاغلی بلینکن به روانه هفته بروکسل ته ولاړ شي او هلته به د امریکا د دفاع وزیر سره په ګډه د ناټو سازمان له غړو هیوادونو سره د افغانستان او ایران په موضوعاتو خبرې وکړي‌ او په اوکراین کې د روسیې په فعالیتونو به وغږېږي.د افغانستان په اړه بروکسل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر داسې مهال دی،

چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي‌ توافق په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت را لنډ شوی، خو امریکايي خوا له خپلې کړې ژمنې په شا شوی ښکاري او ټینګار لري چې د لوژستیکي او تخنیکي مشکلاتو له امله نشي کولای ټول پوځیان د می میاشتې تر پیلېدو بهر کړي.

zzspw5tfrrdefbuvaoilatbglm 1 880x495 1

امریکایي خوا مني چې د ناټو سازمان د غړو په ګډون ټول متفق دي، چې د افغانستان جګړه نظامي‌ حل نه لري‌ او له سیاسي‌ لارې باید ددې کړکېچ پای ته رسولو ته کار وشي.ځکه افغانان نور تنګ دي او غواړي چې سوله راشي.

بل خوا ته طالبان بیا ګواښ کوي چې که بهرني عسکر په ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وځي،‌ په وړاندې به یې تونده جګړه پیل شي‌ او د ناوړه پایلو مسئولیت به یې د امریکا په غاړه وي.هغوی وای چې موږ غواړو چې د دوحې توافق او پرېکړه عملي شي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button