ستاسې اند او نظر

مېرمنو لپاره؛ سوځېدلو له امله لکې او داغونه دا ډول ژر لمنځه یوسئ

ډېر کله مېرمنې او نجونې په پخلنځي او د کور په چارو کې له ځینو پېښو سره مخ  کېږي، چې له ډلې يې يو هم د بدن، خصوصاً د لاسونو او مخ سوځيدل دي، چې بيا ډېر وخت ترې ځورېږي او د داغ د له منځه وړلو لپاره يې مختلف ډول کیمیاوي درمل او کریمونه کاروي.

خو نن درسره داسې يوه طريقه شريکوو، چې په وسيله يې کولای شئ د سوځېدلو وروسته چې په مخ او لاسونو کوم داغونه پاتې کېږي، په دېره آسانه او ژر له منځه يوسئ.

کله چې تاسو په پخلنځي کې ياست حتماً داسې وخت راغلی، چې ستاسو مخ يا لاسونه سوځېدلي وي، نو په ځای د دې چې د پوستکي متخصص روغتیاپال ته لاړ شئ يا کوم کريم واخلئ، نو سم د لاسه يو دانه کچالو په منځ نيم او په سوځېدلي ځای يې د پنځلس دقيقو لپاره کېږدئ.

په دې کار سره تاسو نه يوازې د پيسو سپما کړې، بلکې د خپل پوستکې پر وړاندې مو هم ښه ساتنه کړی.

دا ماسک هم د ښځينه وو او هم د نارينه وو لپاره د استفادې وړ دی، چې هم ارزانه، اسانه او ګټور دی.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button