ولسمشر غني: بهرنی عسکر به په ډېر عزت رخصت کړو

ولسمشر غني:بهرنی عسکر به په ډېر عزت رخصت کړو.داسې وخت چې امریکا او ناټو له افغانستانه د ټولو پود ایستلو فیصله کړې، ولسمشر غني وایي، هغوی به په ډیر عزت رخصت کړي، ځکه دده په خبره بهرنیو پوځیانو له افغانستان سره ډیر کومک کړی.
جمهور ریس غني په کندهار ولایت کې یوې ناستې ته په خپله وینا کې ویلي، چې بهرني عسکر به له دې امله چې د افغانستان مرسته یې کړې، په ډېر عزت رخصت کړي او تر هغه وروسته به له خپلې خاورې دفاع کوي، ځکه دده په خبره تل یې خپله خاوره خپله ساتلې ده.هغه وړاندې زیاته کړې، چې د بهرنیانو تر وتلو وروسته طالبان د جګړې د دوام لپاره دلیل نه لري او که چېرې بیا هم جګړې ته دوام ورکوي،
هغه وویل حکومت هم جګړې ته تیار دی.غني ددې تر څنګ خپل حکومت بشپړ اسلامي وباله او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې د قطر په ځای په کندهار او لوګر کې د سولې خبرې وکړي.نوموړې د پاکستان ښه راتلونکې د افغانستان په ثبات کې نغښتې وبلله او پر پاکستان یې غږ وکړ، چې د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.
جمهور ریس غني د کندهار د خلکو په وړاندې ډاډ څرګند کړ، چې امریکا او نړیوالې ټولنې له دولتي عسکرو سره د مرستو د دوام ژمنه ورکړې او د هغوی له وتلو وروسته په افغانستان کې هیڅ نه پېښېږي.هغه نظام به په خپل ځای پاتې کیږي.

د بهرنیانو عسکرو د وتلو په اړه د ولسمشر غني پورتنۍ څرګندونې داسې وخت دي، چې د امریکا او ناټو د پریکړې په اساس ټول بهرني ځواکونه د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه وځي دغه اعلان د امریکا ولسمشر لخوا په یو خبری کنفرانس کې وشو.