ولسمشر غني: د بهرنیانو فوځیانو تر وتلو وروسته به پریکړې حکومت کوي

ولسمشر غني: د بهرنیانو فوځیانو تر وتلو وروسته به پریکړې حکومت کوي. داسې وخت چې د امریکا او ناټو له پریکړې سره سم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ښایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.
جمهور ریس غني وايي، د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته به د پریکړو واک حکومت په لاس کې واخلي.ولسمشر غني د معارف د ورځې په مناسبت په ارګ کې یوې ناستې ته د وینا په مهال ادعا وکړه، چې د بهرنیانو وتلو ته یې زمینه برابره کړې او کله چې هغوی له افغانستانه ووځي، نو پریکړې به د «حکومت او ملت» ته پاتې شي.هغه د طالبانو په وړاندې جګړې ته چمتووالی څرګند کړ.
او له قوله یې، که طالبان سولې ته اماده نه وي، ولس تیار دی په وړاندې یې وجنګېږي.دده په وینا که څوک د بل چا په امر دغې خاوره کې بربادي جوړوي نو دا ولس به یې پر وړاندې ودرېږي.ولسمشر غني ددې تر څنګ د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې د لسګونو ښوونځیو د جوړولو ژمنه وکړه
ولسمشر غني وویل په سیمه کې د افغانستان د وضعیت په اړه فکر بدلون موندلی او د سیمې پراختیا له افغانستان سره غوټه شوې.هغه وای که د سیمې هېوادونه غواړي چې مملکتونه ېې سوله کې ژوند وکړي نو باید د افغانستان امن او امان لپاره کار وکړي. تر څو د دوی هېوادونه هم په امن کې اووسي.

د غني له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې امریکا او ناټو له افغانستانه د پوځيانو د ایستلو پروسه پیل کړې او ښایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې وړاندې بشپړه شي.خو دا لا هم نده معلومهدچې امریکنیان به ټول عسکر وباسي او که یو څه عسکر به پرېږدي.