Uncategorized

جنرال نیکولاس: د بهرنیو عسکرو وتلو وروسته باید جګړه پای ته ورسیږي

جنرال نیکولاس: د بهرنیو عسکرو وتلو وروسته باید جګړه پای ته ورسیږي.د برتانيې لوی درستریز جنرال نيکولاس کارټر ويلي د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان د خپل جهاد لپاره دلايل نه لري.او باید جګړه نوره پای ته ورسوي.

جنرال کارټر له رسنیو سره د خبرو کې ويلي، بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتو دي او طالبان اوس د افغانانو پر ضد جګړه کوي، چې هېڅ شرعي مجوز ورته نه لري.په کابل کې د برتانيا سفيرې اليسون بليک هم ويلي، هېواد يې د افغانستان حکومتي عسکرو له لوري د افغانستان امنيتي مسؤوليت ملاتړ کوي او برتانیا به د بهرنيانو له وتلو وروسته هم د افغان حکومت مالي، سياسي او پراختيايي چارو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

افغانستان ته د جنرال کارټر د سفر سره هممهاله د پاکستان لوی درستیز ډګر جنرال قمر جاوېد باجوه هم کابل ته راغلی وو او دواړه مشران د حکومت له مسؤولينو سره د سولې او ګډې همکارۍ په اړه غږېدلي دي.حکومتي سرچينې وايي، ښايي د برتانيې په منځګړيتوب د کابل او اسلام اباد تر منځ يوه پوځي هوکړه وشي، چې له مخې به يې د يو شمېر افغان ځواکونو روزنه پاکستاني پوځيان کوي.

pri187161118

په عين وخت کې د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ويلي پاکستان غوښتنه لري، چې د افغانستان خاوره يې بايد پر خلاف ونه کارول شي او دا يې د پاکستان «مشروعه غوښتنه» بللې ده.خلیلزاد د جرمني له شپيګل مجلې سره د مرکې پر مهال ويلي، چې واشنګټن او لندن هڅه کوي، چې د کابل او اسلام اباد تر منځ امنيتي همکارۍ نورې هم پراخې شي

تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ د باور کچه لوړه شي.ښاغلی کارټر ټينګار کړی، چې کابل او اسلام اباد په دې پوهيږي، چې له ګډې ستونزې سره مخ دي او هغه هم ترهګري ده او بايد دواړه يې په ګډه پر وړاندې مبارزه وکړي.تر څو دواړه خواوې په افغانستان کې په ارامه فضاکې ژوند وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button