Uncategorized

جمهور ریس غني نن ۷۲ کلن شو

جمهور ریس غني نن ۷۲ کلن شو.ولسمشر محمد اشرف غني نن ۷۲ کلن شو، هغه په ۱۹۴۹ کال کې د مۍ په ۱۹مه نېټه په لوګر ولایت کې نړی تخ راغی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د افغانستان د ولسمشر په توګه دنده پر مخ وړي

جمهور ریس غني چې د پښتنو په احمدزي قبیله کې زېږېدلی، هغه لومړنۍ زده کړې په استقلال عالي لېسه او وروسته په حبیبیه عالي لېسه کې زده کړې ترلاسه کړې، بیا د یو کلن پروګرام لپاره امریکا ته لاړ. هغه په کابل پوهنتون کې لیسانس پیل کړ، خو وروسته د سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس لپاره د بېروت امریکايي پوهنتون ته لاړ، همدا راز خپله ماسټري يې هم په سیاسي علومو کې په همدغه پوهنتون کې وکړه.

دویمه ماسټري يې بيا د امریکا په کولمبیا پوهنتون کې په نړیوالو اړیکو او وګړپوهنه کې وکړه او دریمه ماسټري يې هم په نړیوالو اړیکو کې په کولمبیا پوهنتون کې وکړه. بیا يې دوکتورا هم د امریکا په کولمبیا پوهنتون کې د وګړپوهنې په برخه کې وکړه.وروسته يې د نړیوال بانک او د هارډورډ او سټنفورډ پوهنتونونو سره کار وکړ، افتخاري دوکتوراوې يې هم ترلاسه کړې او له هغه وروسته ۲۰۰۲ کال کې د کابل پوهنتون کې استادي پيل کړه.

د بهرنیو ځواکونو څخه د امنیتي مسوولیتونو افغان ځواکونو ته د سپارلو مسوولیتونو دنده هم د اشرف غني په غاړه وه، چې بیا په ۲۰۰۹ کال کې ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېد، خو بریالی نه شو، خو په ۲۰۱۴ کال کې نوموړي په دویم پړاو کې ټاکنې وګټلې او د افغانستان ولسمشر شو.

img 20210519 105735

په ۲۰۱۹ کال کې د دویم ځل لپاره هم محمد اشرف غني په ټاکنو کې بریا خپله کړه او د دویم ځل لپاره د افغانستان ولسمشر وټاکل شو. ښاغلی غني د افغانستان د تابعیت تر څنګ د امریکا تابعیت هم درلود، خو په ۲۰۰۹ کال کې يې دغه تابعیت پرېښی دی، هغه د د رولا غني سره واده کړی دی، چې د مریم او طارق په نوم دوه اولادونه هم لري، چې دواړه له افغانستان نه بهر ژوند کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button