راشد: موږ قابلیت لرو، خو د ځینو لوبډلو پر وړاندې لا هم تجربه نه لرو
راشد: موږ قابلیت لرو، خو د ځینو لوبډلو پر وړاندې لا هم تجربه نه لرو د افغانستان کرکټ ملي ټیم مشهور ورو توپ اچونکی راشد خان وايي، چې په شل اوریزو لوبو کې افغان لوبډله استعداد لري، خو راتلونکي نړیوال شل اوریز جام کې به له مشکلاتو سره مخ وي،
ښاغلي راشد ویلي چې د غټو لوبډلو پر وړاندې تجربه نه لري او له فشار سره مخ کېږي.راشد چې اوسمهال په ابوظهبي کې دی او هلته به په پاکستان سوپر لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېږي، د کریک ویک وېبپاڼې سره ځانګړې مرکه کړې ده.نمووی د ډېر وخت راهیسې د ملک نه بهر دی او اکثره په سوشل ميډیا باندې ډېر اکټیو وي.
هغه په خپله مرکه کې وویل، په نړیوال شل اوریز جام کې زموږ چانسونه ډېر دي، ځکه موږ د شل اوریزو لوبو ډېر استعداد لرو، خو یوازینی مشکل دا دی چې موږ د سترو لوبډلو پر وړاندې تجربه نه لرو او له فشار سره مخ کېږو.هغه وایی اوس وخت د دې رارسېدلی چې اوس نه کرکټ ورلډ کپ لپاره کار وکړو.
راشد خان وویل، چې موږ د سترو لوبډلو پر وړاندې زیاتې لوبې نه دي ترسره کړي او همدا وجه ده، چې د دوی پر وړاندې زموږ لوبغاړي له فشار سره مخ کېږي.هغه وایی کرکټ کوچونو ته پکار ده چې د پریکټس سره سره باید زمونږ په روحیه هم کار وکړي ترڅو فشار لاندې رنشو.
نوموړي وویل، موږ له سترو لوبډلو سره یوازې نړیوال جامونو کې مخ کېږو، خو موږ له دې لوبډلو سره دوه په دوه لوبلړۍ نه دي ترسره کړي، که چېرته موږ له دوی سره ډېرې لوبې وکړو، نو بیا له دوی نه لوبې ګټل به اسانه وي.