
اړوند خبر:
خواجه اصف: که د ترکیې مذاکرات ناکام شي، له افغانستان سره مخامخ جګړې ته رادانګې
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي،چې د پاکستان پوځ ځېنې جنرالان د پیسو د ترلاسه کولو لپاره د سیمې د بې ثباته کولو هڅه کوي.
مجاهد یوې خصوصي رسنۍ سره مرکه کې د کوم هېواد له نوم اخیستلو پرته ویلي، د دوی انګېرنې دادي چې د پاکستان پوځ څو جنرالان د پیسو په بدل کې د ناامنیو جوړولو سره غواړي اوبه خړې او شخصي ګټې ترلاسه کړي.
نوموړي د پاکستان متزلزل سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته په اشارې زیاته کړې، که چیرې دغه انګېرنه رښتیا وي، د تاوتریخوالي جوړول به دوام وکړي او بیا به هم بایلونکی پاکستان وي.
مجاهد همداراز د سیمې پر هېوادونو غږ کړی چې، د پاکستاني پوځ د ننه ددغې کړۍ دسېسو ته بیداره اوسي، ځکه دا ډول تحرکات د افغانستان تر څنګ سیمه هم زیانمنولی شي.
بل لورته بیا پاکستان تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
مجاهد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، تازه په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو خبرې بې پایلې شوې.
تېره ورځ د طالبانو حکومت وویل، اسلام اباد داسې غوښتنې په مذاکراتو کې وړاندې کړي چې هغه مسائل هېڅکله په افغان لوري پورې اړه نه لري.
د طالبانو د حکومت په وینا، اسلام اباد د افغانستان او پاکستان د اوسنۍ ستونزې حل نه لټوي، خو افغان لوری ددې ستونزې مسئول نه دی.



