بانک جهاني:ډېری افغان ماشومان مکتبونه نه لري

بانک جهاني:ډېری افغان ماشومان مکتبونه نه لري امریکا غږنګلیش د اکټوبر پر ۴ رپوټ ورکوي چي بانک جهاني وايي د افغانستان له تقریبا ۱۸ زرو مکتبونو څخه سم نیم مناسب تعمیرونه نه لري ، او قریب ۳،۷ میلونه کوچینیان مکتب نه محرومه دي او نه زي.

د یاد بانک مشر د یکشنبې په ورځ پر افغان مشرانو باندي ږغ وکړ چي د خپلو خلګو غم وخوري، او د ماشومانو په تعلیم او تربیې کي پانګونه وکړي.امریکا ږغ انګلیش لیکي د ۲۰۱۳ ډېټا ښيي چي ۹۳ ٪ لس کلن افغان کوچینیان ساده متن نه سي لوستلای. په جنوبي اسیا کي دا  تر ټولو جګه فیصدي ده. او د مکتبونو شویه ډېره ټیټه ده په ځانګړي ډول په کلیو کې بیا درسونه ډېر په ټیټه کچه دي.

د بانک جهانی اعلامیه وايي د افغانستان د تعلیم او صحت په برخه کي هم زیات جنډري تفاوتونه موجود دي. همدااوس ۶۷ ٪ هلکان او ۴۸ ٪ نجوني په مکتبونو کي ثبت دي. او د تعلیم شویه لا هم په ټيټه کچه ده.او ډیری خلک په کلیو کې لا هم دا تاصر لري چې نجونې باید مکتب ته لاړې نشي او صرف باید د کور مېرمن اووسیږي. افغانان ړ ډېر وخت په جنګ کې تېر کړی او د هر فامیل اکثره غړي ېې پوهه نه لري.

وی او ای لیکی چې جهاني بانک دا ارقام پداسي وخت کي خپروي چي د شبنې په ورځ اشرف غني په پکتیکا کي وویل«ما  ټول افغانستان جوړ کړامریکا ږغ انګلیش لیکي چي د اشرف غني همدې څرګندونو په افغان سوشل میډیا کي سخت انتقادونه راولاړ کړیدي.خلک په دې اړه نظر لري چې ولسمشر غني داسژ بیانونه باید ونه کړي او ولس ته ځان عملي ثابت کړي تر څو د هغويي ژوندونه په امن کې اووسیږي او ارمانونه ېېپوره شي.

راتلونکې هفته ټول دولتي مکتبونه پیلیږي
راتلونکې هفته ټول دولتي مکتبونه پیلیږي

اوس باید د پوهنې وزارت او د کلیو او پراختیا وزیر دکلیو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هلته مکتبونو تر څنګ نورې تعلیمي ادارو تعمیرونه هم سر ته ورسوي.او د دغه سیمو غوښتنې عملي شي او پرمختګ وکړي. د هېواد په لرې پرتو سیمو کې لا هم داسې ځایونه شته چې لېسې نه لري او اکثره خلک ېې د معارف نه مخرومه پاتې دي. نوکه چېرې اړوند وزارتونه دغو سیمو ته پاملرنه ونه کړي نو داځایونه به نور هم د پرمهتګ پر ځاۍ پر شا لاړ شي.