ترکمنستان هم د کروناویروس له ویرې افغانستان سره سرحد وتړه

د چين هېواد په شمول د اسیا یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ناروغي مخ په زیاتېدو ده او خلک دغې ناروغي په تشویش کې کړي دي او ژوتد په مختلفو برخو یی منفي اغېز کړۍ دۍ. دغه ویروس چې زموږ دوه‌ ګاونډي هېوادونه يې شديد وځپل تمه وه چې زموږ هېواد هم د همداسې او يا هم له دې څخه په ډېر ناسم وضعيت ګرفتار شي، يو خو موږ د دې ګاونډیانو په نسبت طبي امکانات ډېر کم لرو، له بله اړخه د دې هېوادونو سره مو تګ راتګ ډېر دی او په دریم قدم کې بيا زموږ خلک داسې خلک نه دي چې خبرې ته غوږ کېږدي او د لازمو لارښوونو مطابق عمل وکړي

د چين سره که څه هم زموږ تګ راتګ شته دی خو دا دومره زيات نه دی لکه د ايران سره، د نوي کورونا ويروس له اړخه افغانستان ته د چین څخه ډېر لوی ګواښ ایران دی، په ايران کې خو یو په ميليونونو افغان کډوال پراته دي او له بله پلوه بيا ورسره د افغانستان سوداګريز تګ راتګ او راکړه ورکړه تر بل هر هېواد زیاته ده.

د ګاونډي هېواد ايران نه  افغانستان ته هره  ورځ کې لږ تر لږه ۵ زره افغانان راتلل، د ايران د حکومت د خبرو له مخې چې ويروس په ټول ايران کې په کافي ډول خپور شوی دی، نو د افغان کډوالو ورباندې اخته کېدل هم عادي خبره ده، افغان کډوال چې هېواد ته راغلل په هرات کې کوربند (کرنټین) نه شول او په ټول هېواد کې خواره شول.

ايران، ترکیه او نورو هغه هېوادونو کې چې د ايران سره يې راکړه ورکړه ډېره وه کورونا ويروس اوس په لسګونه زره خلک نيولي حال دا چې هغوی کافي امکانات لري او ډېر جدي تدابیر یې نيولي و، خو په افغانستان کې بيا د روغتيا وزارت د ارقامو په بنسټ دا شمېر يوازې ۳۴۹ دى.

په نورو هېوادونو کې که  د نوي کورونا ويروس د ټېسټ شمېرو ته وګورو نو پوه به شو چې په افغانستان کې ولې دغه شمېرې کمې دي، د مثال په ډول په ترکیه کې هره ورځ شل زره خلک ټېسټ کېږي چې کورونا ويروس لري او که نه، خو په افغانستان کې بيا په ورځ کې يوازې او يوازې دوه زره کسان چک کېږي، البته دا هم د روغتيا وزارت ارقام دي، چې د دوی د پايلو د اعلان سره سر نه خوري، يانې دوی وايي د ورځې دوه زره خلک ټېسټ کوي، حال دا چې کله پايلې اعلانوي نو فرض مثال وايي ۵۰ نور یې نيولي خو دا نه وايي چې موږ نن ۲ زره چک کړل او په دې کې پاتې نور ۱۹۵۰ منفي و

يانې که په افغانستان کې هره ورځ لس زره هم سم ټېسټ شي دا شمېرې به د ګاونډیو هېوادونو څو چنده زياتې وي، د دې ترڅنګ دوهم سبب د خلکو خپله بې پروايي ده، دلته خلک ډېره علاقه نه لري چې ډاکټر ته ولاړ شي او خپل ځان معاينه کړي، تر دې وروسته بيا په افغانستان کې يو بل سبب دا دی چې د خلکو د مرګ سبب نه درج کېږي، په نړۍ کې سيستم داسې دی چې د هر چا د مرګ سبب معلوم وي، هغه که د زړه حمله وي، د مغزو سکته وي او یا هم بل څه خو په افغانستان کې دغه چاره نشته او که يو کس د نوي کورونا ويروس له کبله مریض او وروسته مړ هم وي نو څوک نه پوهېږي او بلاخره په رسمي شمېرو کې دا نه درج کېږي چې دا کس د نوي کورونا ويروس له کبله مړ شوی دى