د ساها کمالي اووارنرتوپوهنې په کومک، حېدراباد ستره بريا ترلاسه کړه

د ساها کمالي اووارنرتوپوهنې په کومک، حېدراباد ستره بريا ترلاسه کړه د ممبۍ انډينز لخوا ورکړل شوى هدف ډيويډ وارنر او وريديمان ساها په خپله زبردسته او کمالي توپوهنه پوره کړ او حېدراباد د ١٠ ويکټو په ستر توپير بريا خپله کړه چې له دې سره پلى اف پړاو ته هم نږدې شو.

بلخوا بیا د کلکته نايټ رايډرز ټيم هيلې هم کم شوې اومخکې لا نړې .د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥٦مه لوبه د ممبۍ انډينز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.د لوبې په پيل کې سنرايزرز حېدراباد پچه وګټله او لومړى يې د ممبۍ انډينز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې کيرون پولارډ د ٤ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ په ٢٥ توپونو ٤١، سوريا کمار يادو ٣٦، ايشان کشن ٣٣ او کوانټين ډي کوک ٢٥ رنز جوړ کړل.

پروني میچ کې روهيت شرما هم له انجري وروسته ولوبېده، خو يوازې په ٤ منډو يې خپله ويکټ له لاسه ورکړه.د کنګز اليون پنجاب له لوري سنديپ شرما په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، جېسن هولډر او شهباز نديم ٢-٢ او راشد خان بيا ١ ويکټ واخيسته.د ١٥٠ منډو هدف د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې پيليز توپوهونکو په ١٧.١ اورونو کې پوره کړ او د ١٠ ويکټو په ستر توپير يې بريا خپله کړه. ډيويډ وارنر د ١ شپږيزې او ١٠ څلوريزو په مټ په ٥٨ توپونو ٨٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او وريديمان ساها د ١ شپږيزې او ٧ څلوريزو په مټ په ٤٥ توپونو ٥٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دغه مېچ د بريا ترلاسه کولو سره سنرايزرز حېدراباد د ١٤ نومرو سره ٣م مقام ته لاړه، چې له دې سره يې پلى اف پړاو سياليو ته هم لار پېدا کړه.د کلکته نايټ رايډرز لوبډله، چې نن د حېدراباد ماتې ته په تمه وه، ټولې هيلې يې مړاوې شوې او د پلى اف پړاو سياليو څخه بهر شوه.د اى پي ايل د ليګ سياليو له پاى ته رسېدو وروسته ممبۍ انډينز د ١٨ نومرو سره په لومړي، ډيلي کاپيټلز د ١٦ نومرو سره په دويم، سنرايزرز حېدراباد د ١٤ نومرو سره په دريم او رايل چېلنجرز بېنګلور د ١٤ نومرو سره په څلورم مقام خپل کړی

کلکته نايټ رايډرز هم ١٤ نومرې لري، خو رن رېټ يې کم دى او په پنځم مقام کې ده.له دوى پرته کنګز اليون پنجاب، چيناى سوپر کنګز او راجستان رايلز لوبډلو بيا ١٢-١٢ نومرې درلودې او ټولې له مخکې څخه د پلى اف پړاو سياليو ته ندی بریالۍ شوې.

د نومبر په ٥مه نېټه به لومړۍ کواليفاير لوبه د ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، همدا راز د نومبر په ٦مه نېټه به ايليمينېټر لوبه د سنرايزرز حېدراباد او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.ئه کواليفاير ١ کې چې کومې لوبډلې ماتې وخوړه، هغه به کواليفاير ٢ ته لاړه شي او په ايليمينېټر کې چې کومه لوبډله بريالۍ شوه، هغه به په کواليفاير ٢ کې بيا له يادې لوبډلې سره ولوبېږي. د نومبر په لسمه نېټه به د کواليفاير ١ او کواليفاير ٢ لوبډلو ترمنځ پايلوبه ترسره شي

د یادونې وړ ده چې IPL په افغانستان کې تر ټولو خوښونکۍ لیګ دی هر افغان او پښتون ېې هره لوبه په شوق او زوق سره ګوري او خوند ترینه اهلي د IPL په څېر لیګونه افغانستان کې هم تر سره کیږي لکه شپږیزه او میلیون لیګ چې په خوست ښار کې به نږدې راتلونکي کې ترسره شي او خوستیان به ترینه خوند واخلي.که څه هم افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله ډېر مشکلات دي خو بیا هم ولس د کرکټ سره شوق لري او د مېچونو کتلو لپاره ګراونډونو ته زي.

ګواسکر:IPL کې اوس هرټیم د راشد خان ارمان کوي

راشد خان د IPL لوبو لپاره تمریناتو کې برخه واخیسته د هند تجارتي ليګ یا IPL د ممبۍ انډينز او چيناى سوپر کنګز ترمنځ د اوګد ځنډ وروسته د لومړۍ لوبې په ترسره کېدو سره په متحده عربي اماراتو کې پیل شو.

یاد تجارتي لیګ کط ، راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم برخه اخلي ، چې د کارابين پريمئير ليګ څخه نېغ اى پي ايل ته رسېدلي دي.تازه سنرايزرز حېدراباد لوبډلې د راشد خان يو عکس نشرکړۍ چې هغه پکې د يادې لوبډلې له کاليو څخه ښودل کیږي چې د يادې لوبډلې په ټریننګونو کې يې برخه اخيستې ده.په دې تصویر کې د راشد خان تر څنګ بوينشور کمار هم موجود دی.

راشد خان له کارابين پريمئير ليګ څخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ ، نو د اى پي ايل د نوي قوانين او د کورونا د مخنيوي په پار دواړه کرنټين شوي و.د کرنټين پر مهال د دواړو عکسونه هم د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ټويټر او فېسبوکپاڼه کې ورکړل شوي وو. دويي د کرنطین پر مهال هم ټریننګونه کول او ځانونه ېې اي پي ایل ته چمتو کول.

د دې مخکې بيا دوى د محمد نبي يوه ويډيو هم خپره کړې وه، چې د کرنټين پر مهال ورزش کوي او ځان راتلونکو لوبو ته اماده کوي.د يادولو وړ ده چې سږکال د کورونا له امله د اى پي ايل سيالۍ په خپل وخت ترسره نه شوې، او تر اوږده انتظار وروسته د ممبۍ انډينز او چيناى سوپر کنګز ترمنځ د لومړۍ لوبې په پيلېدو سره د اى پي ايل سيالۍ هم شروع شوې، اي پي ایل چې ډېر مینه وال ېې افغانستان کې هم شته نو دا وار ورتهخلک ورته ډېر منتظر پاتې شو. اوس چې پیل شو نو خلک به ېې ښه په شوق سره اوګوري.

د اى پي ايل دا لومړۍ لوبه چې د متحده عربي اماراتو په ابوظهبۍ کې ترسره شوه ، د افغانستان په وخت به ماښام ٦:٣٠ بجې پيل شوه. او عامو وګګړو لابف وکته په غټوغټو سکرینونو. لکه مونږ چې څنګه مخکې یاده کړه افغانان ېې هم ډېر شوقیان دي دويي په ګډه ورته بیټکونو کې کیني کوري ېې او خوند ترینه اخلي.

هېره دې نه وي چې سږکال د کورونا له امله د اى پي ايل سيالۍ په خپل وخت ترسره نه شوې، او تر اوږده انتظار وروسته نن د ممبۍ انډينز او چيناى سوپر کنګز ترمنځ د لومړۍ لوبې په پيلېدو سره د اى پي ايل سيالۍ هم پيلېږي.د اى پي ايل دا لومړۍ لوبه چې د متحده عربي اماراتو په ابوظهبۍ کې ترسره ده، او افغانستان کې ېې هم مختلف چینلونه لایف نشروي.

د راشد منډواو ويکټو نايټ رايډرز لوبډله بریالۍ کړه

انډین پریمیر ليګ نه یوازۍ هندي لوبغاړو لپاره بلکه د بهرني لوبغاړو لپاره هم یو پلیټ فارم برابر کړۍ ترڅو خپله وړتیا ثابته کړي او ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړي. هیڅ حیرانتیا نده ، په ټوله نړۍ کې ډیری ځوانان په T20  لوبو ته لیوال دي او راشد خان یو چې د افغان کرکټ مأي لوبډلې غړۍ دي د دغې جام په انه کیسه کوي.

هغه جټېن سپرو سره د انسټګرام چټ کې ویلي، چې ۲۰۱۶م کې د آی پي اېل بولي لپاره خبرې روانې وې او د ۲۰۱۷م آی پي اېل لپاره لوبغاړي اخیستل کېدل. راشدخان وایي په ۲۰۱۷م کې یې دوه هغه ټویټونه هم ډېر وخت ساتلي وو، چې د ده په هکله پخواني هندي کرکټ لوبغاړي اکاش چوپړا او انګلستاني مایکل وافګن کړي وو.

اکاش چوپړا لیکلي وو، چې ځوان راشدخان خورا غوره لوبغاړی دی او مایکل وافګن بیا لیکلي وو، چې د افغانستان راشدخان بولي کې مه هېروئ. راشدخان وایي ده دا ټویټونه ډېر وخت ساتلي وو او هره ورځ به یې کتل او زړه به یې پرې ټکوراوه

د راشدخان خبره د ټویټونو په کتلو بوخت و، چې ورور یې ورته خبر وکړ، چې ۲۰۱۷م آی پي اېل لپاره ممبيي لوبډلې کار روان کړی، چې وې یې و ایخلي. تر څو لوبې وګټي. راشد خان یو مشهور افغان لوبغاړۍ دۍ تل یی افغانانو ته ویاړ وربښلۍ دۍ.

د راشدخان د اخیستلو پر سر ۲۰۱۷م کې د لوبډلو د مالکانو مقابله وه، د پنجاب لوبډلې مالکې او فلمي ستورې پریټي زېنټا او د حیدر اباد لوبډلې د مالک مقابله وه، چې بالاخره د حېدراباد لوبډلې په ۹ کروړه هندي کالدارو واخیست.

په لومړي سرکې راشدخان په ۷ لوبو کې ۱۱ وېکټې د حیدراباد په ګټه وغورځولې، چې په دې کې د مکالم، اېرون فېنچ او سورېش رېنا سترې وېکټې شاملې وې.

۲۰۱۸م بولي کې د راشدخان قېمت ۹ کروړه هندي کالدارو ته پورته شو او د ۲۰۲۰م آی پي آېل کې هم په ۹ کروړه هندي کالدارې بیا رېټېن یا اخیستل شوی دی.

راشد خان چې افغان لو بغاړۍ دۍ د نړۍ په کجه مشهور لوبغاړۍ دي او د افغانستان لپاره خورا زیاته لوبې کړي دي. نوموړي د افغانستان تزڅنګ اي بي ایل سره هم لوبې کړي دي. او په دغو لوبو کې یی کافي نوم ګټلۍ دۍ. هغه د افغانستان د ننګرهار ولایت دۍ دهغه د وړوکتوب نه کرکټ سره مینه وه نن سبا نوموړۍ د نړۍ په کجه ټوب بالرانو کې شامل دۍ.