پرطالبانودې بریدونه بندشي ولسمشرغني

ولسمشر غني د کابل لپاره ايټاليا سفير سره د مخه ښې کتنه وکړه او نوموړي ته يې د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ دغه مډال پرون په ارګ ګې یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړ نوموړې د افغان دولت څخه مننه وکړه او دا یی د افتخار خبره وګڼړله چې د افغانستان له دولت لخوا ورته د غازي مير مسجدي خان مډال ورکړل شو. . 

له ولسمشرۍ مانړۍ نه خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، “د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د ایټالیا سفیر روبیرټو کانټوني سره د مخه ښې کتنه کې نوموړي ته د غازي میرمسجدي خان دولتي م‌‌‌‌‌‌ډال ورکړ هغه دغه مډال د خه کارکردګۍ له امله ورکړل شوۍ دۍ. .”

ولسمشر غني د افغانستان او ایټالیا ترمنځ د مرستو او دوستانه اړیکو په برخه کې د ایټالیا د سفیر هلې ځلې وستایلې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د اړیکو د لاپراختیا هیله وکړه او وویل ایټالیا سره مونږ خه تعلقات غواړو او ټول عمر لپاره يی غواړو. .

د ایټالیا سفیر په افغانستان کې په خپل ماموریت د خوښي څرګندولو ترڅنګ د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پراختبا او ارزښت په اړه خبرې وکړې. هغه افغانستان کې د خپل ماموریت لاسته راوړنې بیان کړې او د افغانانو کلتور یی د نړۍ به کجه خه کلتور یاد کړ.

نوموړې افغانان با جراته قام وباله او د افغانانو د تاریخ ستاینه یی وکړه. هغه افغانان ملمه دوسته وګڼړل هغه په افغانستان کې د څږ کالو راهیسې سفیر وو . او خه په ایماندارۍ او صداقت یی خپله دنده اجراء کوله

اینده لپاره هم باید همدغسې وړ خلکو ته مډالونه ورکړل شی. تر څو نړیواله ټولنه دې ته تشویق شي چې افغانستان او افغانانو لپاره کار وکړي او په څان بسیا افغانستان ولرو.

افغانستان کې دایټالیا سفیر ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړۍ شو.

د یادونې وړ ده چې ايټا لیا د افغانستان سره خورا زیاتې مرستې کړي دي. او په دې لړ کې ټوله نړیواله هم څارې نه لري. افغانستان چې د نورو په په پرتله ډېر کومک ته ضرورت لري نو له همدې وجې افغانستان سره نړیواله ټولنه زیات کومک کوي. مونږ افغانو ته هم پکارده چې دغه کومک چې د افغانستان ته ورکړۍ کيږي باید په سمه توګه ترینه استفاده وشي. او د افغانستان د ابادولو لپاره ږکارول شي. .

کورونا وېروس: ایټالیا کې ۶ بندیان وژلي دي

دایټالیا ترلاسه شوي رپوټونه وایي چې د دې هېواد په لږ تر لږه ۲۷ زندانونو کې زندانیانو د هغو تدابیرو پر ضد احتجاجونه پیل کړي چې د کورونا وېروس مخنیوي لپاره نیول شوي.

رپوټونه وایي چې د تاوتریخوالي په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۶ زندانیان وژل شوي.

تاوتریخوالی په شمالي موډېنا ښار کې پیل شو، چېرې چې په سنټ انا زندان کې ۳ زندانیا ووژل شول. درې نور کسان له همدې زندانه بل ځای ته له لېږدول کېدو وروسته وژل شوي دي.

د مېلان ښار په زندان کې هم بندیانو وروسته له هغه ودانۍ ته اور ورته کړ چې د کورنیو او دوستانو پر ورتګ او لیدنو کتنو یې بندیز اعلان شو.

د ایټالیا لومړي وزیر ګیوسپې کونتې ویلي، د کورونا وېروس روان وضعیت یې د هېواد تر ټولو تاریکه شېبه ده.

له چین وروسته کورونا وېروس تر ټولو ډېر کسان په ایټالیا کې وژلي، چې رسمي شمېر یې اوس ۳۶۶ کسانو ته رسېدلی. د ایټالیا حکومت اعلان کړی چې د کورونا وېروس اقتصادي اغېز مخنیوي لپاره به په خلاص مټ پیسې مصرف کړي.

په ایټالیا کې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره اعلان شوي تدابیر له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو سخت هغه بلل شوي دي.

د دې هېواد په شمالي سیمو کې کابو ۱۶ میلیونه کسان د قرنطین حالت کې دي او د سفر لپاره اجازې ته اړتیا لري.

که یو لورو ته د نړۍ په لر او بر کې کورونا ویروس په چټکۍ خوریږي، خو بل لورته چینايي چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په کمېدو دی.

د دوی د وینا له مخې  یوازې ۴۰ نوې پېښې ثبت شوي دي، او دا له کله چې د چین په ووهان کې د دا ناروغۍ رامنځته شوه لومړی ځل دی چې په یوه ورځ کې دومره لږ شمېر مثبتې پېښې ثبتیږي.

د چین د دولتي خبري اژانس شینهوا د رپوټ له مخې په ووهان ښار کې چې دا ناروغۍ په لومړي ځل وموندل شوه، له هغو ۱۶ موقتو روغتونو ۱۱ یې تړل شوي چې په ښوونځیو او ورزشي لوبغالو کې جوړ شوي دي. ‌

په چین کې هم پرون دوشنبه یوازې ۶۹ مثتبې پېښې ثبت شوي دي او دا په تېرو دوه اوونیو کې د مثبتو پېښو تر ټولو ټیټ شمیر دی.