دنبي ښه توپوهنه، ټیم يې بریالۍ او مین اف دي میچ شو

دنبي ښه توپوهنه، ټیم يې بریالۍ او مین اف دي میچ شومحمد نبي نن په بیګ باش لیګ کې زبردست بېټنګ ترسره کړه چې ډېر وروسته يې خپلې ټيم ته بریا ورپه برخه کړه او همدا رنګه د لوبې د غوره لوبغاړي یا مین اف دی میچ جایزه يې هم خپله کړه.

د BigBashلیګ ۳۳مه لوبه د اډیلیډ سټرایکرز او میلبورن رینیګاډز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سټرایکرز پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.اډیلیډ سټرایکرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې، چې له ډلې یې پیل سالټ ۵۹، الیکس کیري ۴۲ او مټ رینشا ۳۰ منډې وکړې.راشد خان بیا په صفر وسوځېده.د میلبورن رینیګاډز له لوري پیټر هیتزګلو ۳ او جېک پریستویج ۲ لوبغاړي وسوځول.

نور احمد ۴ اورونو کې ۳۵ او محمد نبي ۱ اور کې ۹ منډې ورکړې، خو ویکټ يې وانخیسته.د ۱۷۸ منډو هدف د میلبورن رینیګاډز لوبډلې په ۱۹.۵ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۶ ویکټو په توپیر يې بریا خپله کړه. محمد نبي نن په زړه پورې لوبه ترسره او لوبډله يې بریالۍ کړه، هغه د ۲ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مټ په ۴۱ توپونو ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د اډیلیډ سټرایکرز له لوري راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه محمد نبي ته ورکړل شوه.هېره دې نه وي چې دا د میلبورن رینیګاډز ۹مه لوبه وه چې دویمه بریا يې خپله کړه.دوی ښهلوبه وکړه اوله همدې لامل داشو چې دوی لوبه هم وګټله.

دنبي ښه توپوهنه، ټیم يې بریالۍ او مین اف دي میچ شو
دنبي ښه توپوهنه، ټیم يې بریالۍ او مین اف دي میچ شو

محمد نبي یو له ښه لوبغاړو دی او دی کولی شي په ملي کچه لوبو کې هم ښه پرفامنس وښای خو شرت ب ېې دا وي چې په هره لوبه کې ېې ولوبوي او په اولو نمبرو کې ېې بیټنګ ته راوباسي تر څو د لوبې د ملت تیر جوړ شي هېره دې نه وي چې محمد نبي د ښهلوبغاړي ترڅنګ یو ښه انسان هم دی.

جوبایډن د بریا پرلور

د نومبر په ۳ مه نېټه کې انتخابات تر سره شو او د جوبایډن او ډونلډ ټرمپ تر منځ د انتخاباتو مقابله روانه ده د امریکا مشهوره ورځپاڼې واشګنټن پوسټ په تازه خپرونه کې ویلي چې د بایډن بریا یقیني ده ځکه د رایو پایلو پر بنسټ بایډن مخکې دی.

پوسټ ورځپاڼې ویلي د بایډن بریا یقیني ده، او ټرمپ په خپل دریځ کې یوازي دیدې ورځپاڼې په خپله مقاله کې ویلي چې جوبایډن د بریا پوړیو ته رسیدلی او نژدې ده چې بریالی سي خو ټرمپ له سپینې مانۍ څخه د وتو په حال کې دیورځپانې د ټاکنو په هکله د جمهوري غوښتوونکو او ټرمپ نظريې ته هم اشاره کړې چې ګوند يې د ټاکنو په هکله کومه نیوکه نلري

نور خبرونه: دکرونا ناروغی تازه حال

بلخوا بیا ډونلډ ټرمپ په خپل دریځ کې یوازي دی چې نیوکه لري، ځکه جمهوريت غوښتوونکې ځینې يې چپ او ځینې هغه څه غواړي چې ترسره کیږيواشنګټن پوست وایي بایډن سپینې ماڼۍ ته د تګ لپاره یوازې شپږ رایې کمې لري چې په آسانۍ یې تر لاسه کوي او ژر به د ټاکنو پایله اعلان او بایډن به منتخب ولسمشر سي

تازه حال دا دی چې بایډن د ۲۷۰ ریو نه زیاتې دي کالجه رايې لري چې کیدلای سي په ډیر لږ تغیر بایډن د امریکا ۴۶ نوی منتخب ولسمشر سي تراوسه لاهم ځینو رسنیو ویلي چې د مهمو ایالاتونو پایلي وروستۍ سوې نه دي چې ښايي ډیر زیات تغیر سره اوسنۍ پایلې مخ سي خو بایډن ډیر لږ حرکت ته اړتیا لري ترڅو ولسمشر شي

جوبایډن دبریا پرلور

د یادونې وړ ده چې د ښاغلي بایډن ویلي تر رسمي رایو شمېرل کیدلو وروسته ډاډه دی چې ټاکنې يې ګټلې او د امریکا نوی منتخب ولسمشر دی ټرمپ ویلي چې سترې محکمې ته به شکایت وکړي تراوسه پوري لاهم رسمي اعلان نه دی سوی چې رايې پر کوم حد دی خو تراوسه د ډیرو ایالتونو رايي شمېرل شوې دي.خو لا هم په رسمي ډول د الیکشن کمیشن لخوا رسمي ډول اعلان ندی کړۍ.