ګواسکر:IPL کې اوس هرټیم د راشد خان ارمان کوي

راشد خان د IPL لوبو لپاره تمریناتو کې برخه واخیسته د هند تجارتي ليګ یا IPL د ممبۍ انډينز او چيناى سوپر کنګز ترمنځ د اوګد ځنډ وروسته د لومړۍ لوبې په ترسره کېدو سره په متحده عربي اماراتو کې پیل شو.

یاد تجارتي لیګ کط ، راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم برخه اخلي ، چې د کارابين پريمئير ليګ څخه نېغ اى پي ايل ته رسېدلي دي.تازه سنرايزرز حېدراباد لوبډلې د راشد خان يو عکس نشرکړۍ چې هغه پکې د يادې لوبډلې له کاليو څخه ښودل کیږي چې د يادې لوبډلې په ټریننګونو کې يې برخه اخيستې ده.په دې تصویر کې د راشد خان تر څنګ بوينشور کمار هم موجود دی.

راشد خان له کارابين پريمئير ليګ څخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ ، نو د اى پي ايل د نوي قوانين او د کورونا د مخنيوي په پار دواړه کرنټين شوي و.د کرنټين پر مهال د دواړو عکسونه هم د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ټويټر او فېسبوکپاڼه کې ورکړل شوي وو. دويي د کرنطین پر مهال هم ټریننګونه کول او ځانونه ېې اي پي ایل ته چمتو کول.

د دې مخکې بيا دوى د محمد نبي يوه ويډيو هم خپره کړې وه، چې د کرنټين پر مهال ورزش کوي او ځان راتلونکو لوبو ته اماده کوي.د يادولو وړ ده چې سږکال د کورونا له امله د اى پي ايل سيالۍ په خپل وخت ترسره نه شوې، او تر اوږده انتظار وروسته د ممبۍ انډينز او چيناى سوپر کنګز ترمنځ د لومړۍ لوبې په پيلېدو سره د اى پي ايل سيالۍ هم شروع شوې، اي پي ایل چې ډېر مینه وال ېې افغانستان کې هم شته نو دا وار ورتهخلک ورته ډېر منتظر پاتې شو. اوس چې پیل شو نو خلک به ېې ښه په شوق سره اوګوري.

د اى پي ايل دا لومړۍ لوبه چې د متحده عربي اماراتو په ابوظهبۍ کې ترسره شوه ، د افغانستان په وخت به ماښام ٦:٣٠ بجې پيل شوه. او عامو وګګړو لابف وکته په غټوغټو سکرینونو. لکه مونږ چې څنګه مخکې یاده کړه افغانان ېې هم ډېر شوقیان دي دويي په ګډه ورته بیټکونو کې کیني کوري ېې او خوند ترینه اخلي.

هېره دې نه وي چې سږکال د کورونا له امله د اى پي ايل سيالۍ په خپل وخت ترسره نه شوې، او تر اوږده انتظار وروسته نن د ممبۍ انډينز او چيناى سوپر کنګز ترمنځ د لومړۍ لوبې په پيلېدو سره د اى پي ايل سيالۍ هم پيلېږي.د اى پي ايل دا لومړۍ لوبه چې د متحده عربي اماراتو په ابوظهبۍ کې ترسره ده، او افغانستان کې ېې هم مختلف چینلونه لایف نشروي.