ډېلي بېسټ:خليلزادغواړي طالبانو ته کابل وسپاري

يوې امريکايۍ سرچینۍ وايي د امریکا ځانګړۍ استارۍ زلمۍ خلیلزاد غواري کابل طالبانو ته وسپاري یوې امریکايي ورځپاڼې ډېلي بېسټ په خپل يو راپور کې ويلي دي، چې زلمى خليلزاد غواړي کابل طالبانو ته تسليم کړي، له همدې امله طالبان هم د جګړې د ګټلو احساس کوي.

یادې ورځپاڼې په خپل يو راپور کې د امريکايي استخباراتي چارواکو له قوله ليکلي دي، چې زلمى خليلزاد په دې بوخت دى چې کابل د سرو زرو په لوښي کې طالبانو ته تسليم کړي.ترڅو د امریکا جګړه پاۍ ته ورسيږي او امریکايي سرتيري له افغانستانه اوباسي او د ټرمپ اداره په راروانو انتخاباتو کې ځان کامیاب کړي،

دغه ویبپاڼه همدا راز زياتوي، چې له همدې امله طالبانو ته د جګړې ګټلو احساس زيات شوى دى او له امريکا سره د سولې تر تړون وروسته يې پر افغان ځواکونو بريدونه زيات کړي دي، چې هره ورځ په اوسط ډول څلوېښتو پورې سرتېرو ته مرګ ژوبله اړوي.نو له دې معلوميږي چې امریکا خپل حضور په افغانستان کې نه غواړي او ژر ترژره خپل سرتيري خپل هېواد ته ستانه کړي،

دغه ورځپاڼه ليکي، چې له طالبانو سره د مذاکراتو د پيلېدو سره سم زلمي خليلزاد د طالبانو په ګټه څرګندونې پيل کړي دي او خليلزاد غواړي چې د ټرمپ څخه اخيستې د سولې معامله بريالۍ کړي.له دې وړاندې هم خلیلزاد غوښتل چې ژر تر ژره دې د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي کړکېچ هل کړي او څومره چې ژر کيږي بین الافغاني خبر ته لار هواره شي او پیل شي،

له بل خوا افغان حکومت او په ځانګړې توګه د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب هم پر زلمي خليلزاد توندې نيوکې کړې دي او هغه ويلي و چې زلمى خليلزاد د سولې خبرې له افغان حکومت څخه پټوي.د انتخاباتو نه مخکې بازې نا تایده سرچینو ویل چې ولسمشر غني هم د خلیلراد د سولې لپاره کړنو باندې نیوکې کوې وې،

د یادونې وړ د چې زلمۍ خلیلراد د ولسمشر ټرمپ لخوا د امریکا د خارجه وزارت د افغانستان سولې لپاره ځانګړۍ استازۍ ټاکل شوۍ وو او د افغان سولې لپاره ورته ځانګړې وظیفې ورکړل شوې وې ترڅو دغه وظیفې ترسره کړي او د ولسمشر ټرمپ او د امریکا د حکومت ځانګړي اهداف ترلاسه کړي، د دويي یو هدف د دغې پروسې د پیلولو نه دا وو چې ژر ترژره امریکا خپل سرتيري خيل وطن ته ستانه کړي،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې افغان سیاسیون او عوام باید ځانونه اوخیار او افغانستان کې ريښتينې سولې ته کار وکړي ترڅو افغانستان پخواني حالاتو ته لاړ نشي که مونږ اګورو افغانستان دوه لسیزې پخوا هم په سخت هالت کې وو او طالبانو په واکمنۍ کې وو عام وګړو نشو کولۍ چې په ارامه فضا کې ژوندوکړي نو اوس باید ټولې خواوې افغانستان کې ريشتينې سولې ته کار وکړي ترڅو د جګړې هغه پخوانۍ ريښې ختمې شي،