دانګوراډې لار پرانستل شوه

دانګوراډې لار پرانستل شوه د پکتيکا انګور اډې څخه به هره هفته د شنبې په ورځ مسافر به زي رازي او پاتې شپږ ورځې به سوداګر لپاره خلاصه وي. د کرونا ویروس له امله دغه دروازه بنده وه اوس بیرته خلاصه شوه،

د دغه ولایت برمل ولسوالۍ انګور اډې لار چې له پاکستان سره له تېرو اتو میاشتو راهیسې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې املهبنده پاتې وه ، اوس د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه.د پکتیکا چمبر آف کامرس مسؤولین وايې له دې وروسته به دا لار په هفتې کې یو ځل د مسافرو او پاتې شپږ ورځې د سوداګرۍ پر مخ خلاصه وي،

د دغه ځاي خلک او سوداګرو په خبره د لارې له پرانیستل کېدو سره به د صادراتو او وارداتو په لېږد را لېږد کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي او سوداګر به له لویو زیانونو وژغورل شي.د پکتیکا سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سېلاب ساحل وايې د برمل انګور اډې لار له اته میاشتني بندښت وروسته د دواړو هېوادونو په موافقه د دوه اړخیزې سوداګرۍ او مسافرو پر مخ پرانیستل شوه.

نوموړی څرګندوي له دواړو لورو به د اوونۍ د شنبې په ورځ مسافر او پاتې شپږ ورځې به سوداګر په دوه اړخیز ډول پرې تګ راتګ کوي.پر دې لاره تلونکي مسافر او سوداګر د لارې خلاصون د سوداګرۍ په برخه کې اړین بولي، دوی وايې له دې سره به د توکو په بیو کې ټیټوالی راشي او د دې سیمې مسافر به وکولای شي په لږه موده کې پر دې لاره تګ راتګ وکړي.

دغه خلک وايي د ټولو توکو پر مخ په بشپړ ډول نه ده پرانیستل شوې، له پولې هغې غاړې څخه ځينو مشخصو خوراکي توکو ته اجازه ورکول کیږې چې په خبره يې دا څه اوس هم د خلکو او سوداګرو لپاره سر خوږی دی.پر همدې مهال یو شمېر سوداګر غوښتنه کوي چې د انګور اډې لارې ترانزیټ ته دې چارواکي پاملرنه وکړي.ملي سوداګر محمد اسلم وزیري وویل د لارې له ترانزیټ سره به د پولې دواړو غاړو اولسونو ته اقتصادي ګټې ورسیږي او د سوداګرۍ په برخه کې به ګڼې اسانتیاوي رامنځته شي.

د یادونې وړ ده چې د انګور اډې لارې د خلاصېدو و په اړوند د دې ولایت سوداګرۍ خونې مسؤولینو، په کابل کې د پکتیکا سوداګرو او فعالانو څو ځله تر مرکزي حکومت پورې خپل شکایتونه رسولي او په دې اړه يې خبرې کنفرانسونه او اعلاميي هم خپرې کړې دي.

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید افغان دولت د پاکستان سره خپل تعلق لا پراخه کړي اود سوداګرۍ ترڅنګ هر اړخيزه تعلق لپاره سره کیني ترڅو د دواړو ملکونو عوامو ته پکې فایده وشي ځکه که مونږ اوګورو دواړو ملکونو عوام غریب دي او عوایدو ته ضرورت لري نو که سوداګري جوړه شي دې سره به د دواړو ملکونو خلکو ته خورا زیات فایده وشي،