ګرم څښوني کرونا لپاره خه درمل دۍ

کرونا ویروس د دنیا ګډ ګډ ته خپره شوې مختلف هيوادونه مختلف درمل ورته توصعه کوي خو اسمهال ګرم څښونې د دې لپاره خه څښوني ښایی او  ارام بښونکي دي، په ځانګړي ډول سړه هوا کې د خپه ذهن لپاره ټکور کیدلی شي او د خلکو د نږدېوالي لامل هم کیدلی شي. ان ګرمه هوا کې د یخني احساسولو کې هم را سره مرسته کولی شي.

ښايي ډېری خلک ممکن په دې ستونزمن حالت کې یوې پیالې کافي یا یوه پیاله چای ته پنا یوسي، مګر همدا ګرم څښوني مو هیڅکله هم له کوویډ -۱۹ خوندي نه شي کولی.

په دې اړه یوه جعلي روغتیايي سپارښتنه لاس په لاس کېږي او په خواله رسنیو، شخصي پیغامونو کې ډېرې ادعاوې دي، ان دا کار تردې ورسېد چې یونیسف اړ شو یوه اعلامیه خپره کړي او هغه کې یې دا رد کړې چې ګرمې اوبه له دې سره هېڅ تړاو نه لري.

په کاردیف پوهنتونو کې د تنفسي ناروغیو متخصص او د عادي زکام د مرکز پخوانی رییس ران اکلز وايي: “هېڅ داسې سند نشته چې وښيي ګرم څښوني موږ له وېروسي عفونتونو وژغوري.”

پخوا ښاغلي اکلز دا څېړنه کړې چې که زکام او انفلونزا کې ګرم مایعات وڅښل شي، نو د دې ناروغۍ پر نښو به څه ظاهري اغېز وکړي. دا څېړنه ښیې چې ګرم څښونې ښايي د رنځ لپاره یو ټکور وي، خو دا خوله او پوزه کې د اوبو د زیاتېدو له امله دي چې دا پړسوب کموي. خو هغه له دې څېړنې یوه بله پایله هم واخیسته: ګرم څښوني ښايي د زړه په خوشالولو کې هم رول ولري.

خو دا وېروس چې د ناروغۍ او عفونت لامل شوی په ګرمو څښونو له منځه نه ځي.

پوهیږو چې مایعات او د اوبو غرغړه موږ د کورونا له وېروسه ژغورلی نه شي. تاسې د اوبو پر څښلو دا وېروس مینځلی او له منځه وړلی نه شئ.

دا سمه ده چې په کورنا د اخته کس د ټوخي او پرنجي د ترشحاتو له لارې دا وېروس خلکو ته لیږدېدلی شي، خو عمدتاً د تنفسي لارې ژونکې(حجرې) اغېزمنوي. دا وېروس ژونکې ته د ننوتو لپاره هغه انزایم ته اړتیا لري چې د تنفسي لارې ژونکو پر مخ موندل کېږي.

سوڼول( پوزې ته کشول) دا واړه ترشحات د سږو لور ته بیايي او هغه داسې ځای دی چې یو ډول مایع هم نه ور رسېږي.

کله چې وېروس بدن ته ننوځي، په چټکۍ سره ځان کوربه ژونکو ته رسوي او هلته پراخېږي یا تکثیرېږي. دا په دې مانا ده چې دا ویروس جارو کېدلی یا له منځه وړل کېدی نه شي. ځینې څېړنو ښودلې چې د ژونکو د لومړنۍ ککړتیا او د ويروس بهر غورځولو او د نورو ژونکو د ککړتیا ترمنځ ۳۰ ساعته واټن نیسي.

همدارنګه کله چې وېروس بدن ته ننوتلی وي نور له زیاتې تودوخې په امان وي. د انسان د تودوخې درجه ۳۷ سانتي ګراد ده چې د وېروس د ودې او خپراوي لپاره مناسبه تودخه بلل کېږي. دا لرې ده چې د ګرمو څښونو په واسطه د تنفسي لارې تودوخه دومره لوړه کړئ چې ژونکو کې ویروسونه له منځه یوسي.

د نبي علیه سلام ښکلي اخلاق

د دنیا په کی قهرمانان، نومیالي، زړه ور، جنګیالي او د نورو غورو صفتونو او کړنو څښتنان خورا ډیر تیر شوي دي. هغوی ژوند کړي، کړنې یې ښکاره کړي او راتلوونکو خلکو ته یی کیسي پاتي شویدي. او د تاریخ په کتابونو کی یی ډیر څه راټول شویدي. خو  محمد بن عبدالله (صلی الله علیه وسلم ) له ټولو تاریخي ویاړمنو څخه جلا انسان وو د هغه ژوند، اخلاق او عادات، راکړه ورکړه، ناسته ولاړه، خوراک څښاک او بالاخره د انساني ټولنی په منځ کی یی هر ډول ښکته او پورته کیدل له بل هر چا څخه ځانګړي وو. لکه چی عایشه (رض) فرمایی: (کان خلقه القران) د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) اخلاق قران وو.

حسین (رض) بیانوي ما د خپل پلار علي (رض) څخه پوښتنه وکړه چی نبي کریم(صلی الله علیه وسلم ) د خپلو ملګرو سره څه ډول خوې او انداز و، نو هغه راته وویل نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) به همیشه خوشحاله معلومیده خوي یی نرم وو د پاسته طبیعت خاوند وو. بد خویه، سخت، چیغی وهونکي نه وو د خلکو عیبونه به یی نه بیانول او نه یی کینه کوله او چی څه سره به یی نه لږیده نو د هغه نه به یی ځان بی پروا کولو د الله (ج) څخه به نه ناامیده کیده او مایوسي به یی نه کوله

دا ښکاره ده چی قران د خدای (ج) کتاب اوخبری دي. او هغه څوک چی د دومره لوړو اخلاقو څښتن وي نوځکه به د الله (ج) د ټولو بنده ګانو د مینی او محبت اولګو وي.

زمونږ پیغمبر (صلی الله علیه وسلم ) د عدل، انصاف او د هر حقدار د مرستی ستنی ښخی کړی وی لکه عایشه (رض) فرمایی: نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) چیرته په خپل لاس نه خادم وهلی او نه خپله ښځه بغیر د جهاد في سبیل الله څخه. او د پیغمبر(صلی الله علیه وسلم ) سره چی چا زیاتی کړی نو هغه ترینه بدل ندی اخیستی مګر داچی کله به چا د الله (ج) له لوری حرام شوی کارونو څخه یو کار وکړ نو پیغمبر(ص) به بیا سزا ورکوله..

له علي، انس او بي بي عایشې رضی الله عنهم نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر زیات نرم طبیعته، خوش اخلاقه او نېک سیرته و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک مخ له تل روڼ و، په درناوي او قلارۍ به یې خبرې کولې، چې له چا سره به مخ شو، نو لومړی سلام به پرې ده اچاوه، که چا به ورسره خبرې کولې، مخ مبارک به یې تر هغې بل پلو نه اړاوه، تر څو چې مقابل کس به خبرې نه وې خلاصې کړې، چا به چې ورته لاس کړ، تر هغې پورې به یې رسول الله صلی الله علیه وسلم لاس نه پرېښوده، چې هغه به نه و پرېښی، په هر مجلس کې چې به کېناسته زنګنونه مبارک به یې له ملګرو څخه نه مخکې کول.

رسول الله صلی الله علیه وسلم به کور ته په داسې حال کې ننوت چې ټنډه به یې روښانه او پر شونډو به یې موسکا خپره وه، هر کله چې به له دوستانو سره په مجلس کې ناست و، نو هيڅکله به یې پښې نه غځولې. .

زیاتره به ورته مریانو او وینځو اوبه راوړې، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې د تبرک لپاره لاس ښکته کړي، که د ژمي سحر وختي به هم و، رسول الله صلی الله علیه وسلم انکار نه کاوه.

بي بي عایشه رضی الله عنها فرمايي: ما تر نبي علیه السلام زیات د ښه اخلاقو څښتن نه و لیدلی، د هر چا سوال ته به یې په لبیک ځواب ورکاوه.

ابوفتاده رضی الله عنه فرمايي: د نجاشې پاچا له لورې یوه ډله خلک مدینې ته راغلل، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی خدمت پخپله کاوه، موږ ورته وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! موږ یې خدمت کوو، تاسې ولې تکلیف کوئ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دوی خدمت زه کوم، ځکه چې دوی زما د اصحابو خدمت کړی دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې نېک اخلاق پوره کړم.

یو صحابي وايي، چې په کوچنیوالي کې د انصارو د کجورو بڼ ته تلم او د کجورو څانګې به مې په ډبرو او لوټو ویشتلې، په دې ترتیب به مې د کجورو له لښتو څخه کجورې راټولولې، د دې کار په کولو زه خلکو ونیولم او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې بوتلم، هغه صلی الله علیه وسلم له مانه پوښتنه وکړه، چې: ونې ولې په لوټو ولې؟ ما ورته وویل: د دې لپاره چې کجورې راتویې کړم