طالبان: د سوله مزاکرات لا هم دوام لري

طالبان: د سولې مزاکرات لا هم دوام لري.وروسته له هغه چې يو شمېر رسنیو په دوحه کې د خپلمنځي مذاکراتو د ځنډېدو خبر ورکړ؛ خو په دې اړه طالبان وایي، یاد راپورونه بې بنسټه دي او بین الافغاني مذاکرات لا هم دوام لري.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر وترجمان ښاغلی محمد نعیم رسنیو ته په لېږلي یوه پيغام کې لیکلي «هغه خبرونه چې وايي په دوحه کې بين الافغاني مذاکرات تر نا معلومې نېټې پورې ځنډيدلي، حقيقت نه لري، د بين الافغاني مذاکراتو دواړو ټيمونو تر منځ تماسونه جريان لري.»دهغه په خبره، هر ځای د مذاکراتو معمول داسې دی چې دوامداره مجالس نه ترسره کېږي او کله ناکله خپلمنځي مجالسو ته هم پکې اړتیا پیښېږي.

دهغه دوضاحت وروسته له هغه دی، چې یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړل چې ګواکي په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې تر نامعلومې مودې ځنډېدلې دي.تر دې ومښکې هم ویل کېدل چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي لا دوحې ته نه دي رسېدلي، چې له امله يې مذاکرات له خنډ او ځنډ سره مخ دي؛

خو له دوحې څخه یوه سرچینه وایي، د طالبانو د مذاکراتي ټيم ټول غړي په دوحه کې موجود دي.یاده دې وي، چې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې پیل شو او داسې تمه کېږي، چې په دې پړاو کې به  د اجنډا پر مهمو موضوعاتو خبرې کېږي.

طالبان: د سوله مزاکرات لا هم دوام لري
طالبان: د سوله مزاکرات لا هم دوام لري

اوسمهال باید رسنی د بې بنسټه خبرونو نشرولو او منفي تبلیغاتو څخه ډډه وکړي.ترڅو دغه مزاکرات مښکې لړ شي او افغانان دې بد بختی نه الله تعالی نور په امان کې وساتي.ځکه د روان جنګ څخه ډېر افغانان قرباني شول اولا هم قربانیږي.اوسمهال په پلازمېنه کابل کې خلکو ته ځیان رسول اسانه شوي دي.او د ډېرو خلکو ژوند ېې سختی سره مخ کړی.

اسدالله خالد له دفاع وزارت نه داستعفا خبر رد کړ

اسدالله خالد د دفاع وزارت نه داستعفا خبر رد کړه په سوشل میډیا کې د ملي دفاع د وزرات د وزير ښاغلي اسدالله خالد د استعفا په اړه خبرونه لاس په لاس کېږي، د ملي دفاع وزير اسدالله خالد رسنیو ته د خپلې استعفا خبر در کړ او دا يې صرف اوازه وګڼله.

مخکې داسې خبر خپور شوی و چې ګواکي د ملي دفاع وزير اسدالله خالد د خپلې دندې څخه استعفا کړې ده او په ځای يې لوی درستیز یاسین ضيا ټاکل شوی دی.څو شېبې مخکې کې چې دا اوازه خپره شوه نو خبريال وېبپاڼې ددې اوازې د سپيناوي لپاره په دې هکله د سرچينو څخه پوښتنه وکړه او وروسته په رسمي ډول د ملي دفاع وزير دا خبر خبريال وېبپاڼې ته در کړ او دا يې صرف آوازه وبلله.

د هېواد‌ دفاع د وزرات په رهبرۍ کې هرڅه آرام او نورمال روان دي، ټول پخپلو دندو بوخت دي او د هېواد د ارامۍ او دفاع لپاره په ګډه کار کېږي.له بده مرغه چې ټولنيزې رسنۍ د زياتو ګټو سره سره د ناوړه نیت لرونکو کسانو لپاره د ناسم خبر خپرولو یوه ښه وسيله هم ده، دوی اکثره د خلکو د ګټو لپاره نا سم خبر خپروي او خلک په تشویش کې اچوي.

اوپه ټولنیزو رسنیو کې خبر ډېر په چټکۍ سره خپرېږي، د خبر زيات چټک خپرېدل ددې سبب شي چې ځينې د باور وړ کسان ان په دې ډول جعلي خبر او اوازې باندې باور وکړي.او بيا ځينې معتبرې سرچینې هم په دې غفلت کې ولوېږي او دا ډول خبر خپور کړي.

اسدالله خالد له دفاع وزارت نه داستعفا خبر رد کړ
اسدالله خالد له دفاع وزارت نه داستعفا خبر رد کړ

له بده مرغه چې د سوشل میډیا کارونکي هم ډېر وخت د خبر په سرچينه پسې سر نه خوږوي او فوراً خبر پخپل پروفایل کې هم نشروي چې دا د اوازې د عمومي کېدو سبب کېږي.اکثره خلک پیسو ګټلو لپاره هم دا ډول کارونه کوي. او خلکو باندې فکر کوي چې ګینی داعام ولس په دې تخنیکونو نه پوهیږي.

ژوند څه ته وايي؟

ژوند څه ته وايي؟دې رقم سوالونو ته ډيرو علکاوو، روشنفکرانو او ارواه پيژندونکو ځوابونه ويلي دي خو بيا هم انسان سره تل دا سوال په ذهن کې وي. چې، ژوند څه دی؟ موږ دې څه لپاره پیدا شوي يو.

انسانان څوک یو؟ ولې موږ دلته یو؟ دلته موږ لپاره څه دي؟ د ژوند هدف څه دی؟ ژوند څه ګټه لري؟ اپلاتون وایي: ژوند زده کړې لپاره دی او هر انسان بايد د زده کړې وروستي پړاو ته ځان ورسوي او همداشان بايد په ټولنه کې تر ټولو ښه اوسيږي او ښه اخلاق ښه ژوند دی.ارستو وايې: د ژوند په اړه فکر کول يو ټولنيز علم دی نه خاص لکه د رياضي چې په فرمولونو سره ثابت کيدای شي، دی وايې چې، د ژوند علم ټولنيز دی او هر څوک ورته د بيلا بيلو اړخونو ګوري او د ژوند مانا اخلي.دی وايې چې انسان کولای شی

اسلامي مطالعې سره ښه واوسي، اويا هم خپل وخت پر تفريح تیر کړي او هر انسان چې کار کوي بايد داسې کار وکړي چې پايله يې ښه وي ځکه ژوند هم ښه دی او مانا يې هغه کسان چې په ټولنه کې ښه کوي تر لاسه کولی شي.د کلبيون ټولنه وايې: د ژوند څخه هدف تقوا او پرهيزګاري ده له طبيعت سره . او همداشان په ټولنه کې د ښو او بدو خبرو څخه اغيزمن کيدل چې کولی شي د انسان ژوند منفي او يا هم مثبت لوري ته اړوي.

د ژوند په اړه داکتر علی شریعتي وایي: که ژوند خندا ده، ولې ژاړو؟ که ژړا ده، ولې خاندو؟ که مړينه ده، ولې ژوند کوو؟ که ژوند دی، ولې مړو؟ که مینه ده، ولې نه رسو؟ او که مینه نه ده ولې مین کیږو؟په هر حال موږ ژوند ته یو ټاکلی تعریف نه شو کولای ځکه هر څوک ژوند له خپلې هندارې څخه ګوري.ژوند یو ډرامه ده، چې هر څوک راځي ستیژ پر سر خپل تمثیل کوي څوک کم او څوک زیات خو بلاخره ځي.که چا دا تمثیل په ښه ډول تر سره کړ نو هغه به تل کامیاب وي.

زندګي روانې اوبه دي، چې بیرته نه راګرځي او هر څومره چې ځي د انسان عمر کموي نو انسان باید هڅه وکړي د اغزو پر ځای ګلان وکري چې خوشبو یې د نورو مشام ته ورسي.ژوند د الله (ج) له طرفه تر ټولو لویه ډالۍ ده، چې موږ ته یې د ځان پیژندنې لپاره راپه برخه کړې ده.

ژوند یو هدف دی چې هغې ته د رسیدو لپاره هر ډول خنډونو سره مخامخ کیږو خو موفق انسان ټولې ستونزې تر شا کوي او خپل هدف ته رسي. ځینې کسان پاک او لوی هدفونه لري، او دا هغه کسان دې چې وروسته له مرګ به یې هم خلک یادوي.ژوند د سندرغاړو سندرې دي، چې هر سندرغاړی په خپل وار سره وایي.

ژوند مینه ده، هغه مینه چې هر څوک یې د خپلو سترګو ګوري، څوک یې د پلار او مور په څیره، څوک یې طبیعت ښکلا کې، څوک یې اولاد په څیره کې او څوک یې هم د یو ګل په ورکولو سره د یو چا په سترګو کې ګوري.موږ ټول انسانان باید په طریقې سره وکړو تر څو مو اخرت هم ښایسته شي.او خپل هدف ته ورسیېږو.