د نړۍ تاریخي وباګانې

کرونا وېروس له امله سږ کال روژه ډېره متاثره شي د نبم نه زیاته نړۍ د کرونا په ناروغۍ اخته شوې ده  خو یو څو ورڅو کې به نیم میلیارد نه زیات مسلمانان زوژه نیسيښایی  سږ کالنۍ  روژه به د نورو کلونو روژو په پرتله بې خونده وي. که څه هم سږکال به هم مسلمانان روژې نيسي، خو د سږکال روژې به د مسلمانانو لپاره د نورو کلونو په څېر نه وي، ځکه سږکال روژې په داسې وخت کې راغلې چې د نورې نړۍ په څېر اسلامي هېوادونه هم د کورونا ويروس سره لاس و ګرېوان دي. د کورونا ويروس د نورو هېوادونو په څېر په اسلامي هېوادونو کې هم ډېر په چټکۍ خپرېږي.

د همدې وبا څخه د خونديتابه په پار که د روژې له مياشتې مخکې اسلامي هېوادونو جوماتونه تړلي دي، نو په دغه هېوادونو کې ګرځبندېزونه هم لګول شوي دي. د روژې مياشتې په رارسېدو سره د مسلمانانو سره د روژې په مياشت کې د عبادتونو په ترسره کولو اندېښنې دي او همدا لامل دى چې يو شمېر اسلامي هېوادونو له روژې مخکې خلکو ته لارښوونې هم کړې دي.

سعودي عربستان بيا د روژې په مياشت کې په جوماتونو کې پر عبادتونو بندېز لګولى دى او خلکو ته يې ويلي دي چې په کورونو کې مو عبادتونه وکړئ.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې اوافغانستان

ډونلډ ټرمپ ته په افغانستان کې د پوځيانو د شمېر په هکله سم معلومات ندي ورکړل شوي

ډونلډ ټرمپ ته په افغانستان کې د پوځيانو د شمېر په هکله سم معلومات ندي ورکړبږل شوي د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په سپينه ماڼۍ کې خپلې وروستۍ ورځې شپې تېروي د امریکا د موجود سياست او تګلارو خلاف ډېر د عجلې ډک اقدامونه وکړل، د هغه له دې کړنو سره د […]

0 comments
د سولی تړون به د امریکا او طالبانو ترمنځ دایمي اوربند ته لاره هواره کړي، دامریکا سفارت

د سولی تړون به د امریکا او طالبانو ترمنځ دایمي اوربند ته لاره هواره کړي، دامریکا سفارت

کابل کې دا مریکا سفارت آفغانستان ته د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستی ترسره شوی سفرمهم او ګټور یاد کړی دی. په کابل کې د امریکا سفارت څرګند ګړی چی زلمي خلیزاد په دې دوه ورځني سفر کې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د سولې په تړاومفصل  بحث […]

0 comments
امریکا ته ورسېد

جمهوررئیس د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته ورسېد

جمهور رئيس محمداشرف غني چې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځينې رسمي سفر د امریکا متحدو ایالتونو ته روان شوی وو، نوموړی نن ماسپښین د دغه هیواد پلازمېنې واشنګټن ته ورسېد. ټاکل شوې جمهوررئیس به د دغه سفر پر مهال د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس جوبایډن، د هغه هېواد د کانګرس […]

0 comments

د روژې په مياشت کې به په سعودي عربستان کې په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې په اعتکاف هم بندېز وي، همدا راز حکومت له خلکو غوښتنه کړې ده چې د عبادت لپاره دې يو ځاى ته نه راغونډېږي. د روغتيا وزير توفيق الربيعه ويلي دي، چې په دې سخت وخت کې بايد موږ ټول په ګډه مخکې لاړ شو او ځانونه خوندي کړو، نو سږکال به د روژې مياشت له نورو کلونو ډېره بدله وي هغه له خلکو غوښتنه کړې ده، چې په ټولنيزو ژوند کې له يو بل څخه فاصله وساتئ.

په افغانستان کې د کورونا ويروس پېښو زياتېدو سره د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې ګرځبندېز اعلان شوى دى، خو لا هم په افغانستان کې د جوماتونو تړلو په اړه کومه خبره نه ده شوې. حکومت له خلکو غوښتنه کړې ده چې د ګڼې ګوڼې ځايونو ته له تګ دې ډډه وکړي، همدا راز د حج او اوقافو وزارت هم له خلکو غوښتي دي چې فرض لمونځونه دې په جوماتونو کې وکړي او سنت دې په خپلو کورونو کې وکړي.

د ايران سپريم ليډر ايت الله خامنه يي هم ويلي دي، چې د روژې په مياشت کې د مسلمانانو عبادتونه محدودولى شي. ايران لومړنى اسلامي هېواد و چې د کورونا ويروس له امله يې د جمعې پر لمانځه بندېز ولګاوه او د څه وخت لپاره يې جوماتونه هم وتړل. د کورونا ويروس پراختيا ته په کتلو سره ايت الله خامنه يي په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې دوى کولاى شي په روژه کې عبادتونه ډېر محدوده کړي…

د پاکستان حکومت بيا د روژې په مياشت کې په جوماتونو کې د عبادتونو اجازه ورکړې ده، خو همدا ورته ويل شوي دي که احتياطي تدابير عملي نه کړي، نو دا پرېکړه به بېرته واخلي او ټول جوماتونه به وتړي. د پاکستان لومړي وزير عمران خان د جوماتونو له امامانو غوښتنه کړې ده چې احتياطي تدابير دې عملي کړي، تر څو له کورونا ويروس خوندي وي. همدا راز له پنځوس کلونو د زيات عمر خلک، ماشومان او هغه کسان چې زکام، ټوخى او تبه ولري به جوماتونو ته نه پرېښودل کېږي او همدا راز د تراويح لمونځ دې په سرکونو نه ادا کېږي..

په متحده عربي اماراتو کې هم د کورونا ويروس پېښو زياتېدو سره ګرځبندېز لګېدلى دى او د نورو غونډو په څېر جوماتونه هم تړل شوي دي. د کورونا ويروس له امله ډېرى خلک په کورونو کې کرنټين شوي دي، چې دا ټول خلک يوازې د حکومت مرستو ته ناست دي. ځايي خلک دا هم وايي، هغه خېريه بنسټونه چې هر کال به يې روژه ماتي برابرول، ښايي سږکال دا کار ونه کړي.

.

د باجوه سفر

عربستان
د کرونا ویروس د ورتلو له وېرې دغه هېواد ته د عمره کوونکو ورتګ ځنډولی دی.

د
سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته ویلي چې هغو هېوادونو ته له
سفرډډه وکړي چې کرونا ویروس په کې خور شوی دی. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت وایي
داګام یې له کرونا څخه د وقایې په خاطر اخیستی دی.

 په دې تدابیرو کې  د عمره کوونکو لپاره د وېزو ځنډول، د نبوي جومات زیارت کوونکو او د
سیلانیانو د وېزو لنډمهالي محدودیتونه هم شامل دي. سعودي چارواکو د هغو
هېوادونو وګړو ته د سیاحت د وېزو ورکول هم ځنډولي، چې د کورونا وېروس پېښې پکې ثبت
شوې دي.

سعودي  دغه راز خپلې خاورې ته د خلیجي
هېوادونو د همکارۍ شورا غړو هېوادونو د وګړو ورتګ هم ځنډولی، چې مخکې به د یوه
کارت په مټ دغه هېواد ته تلل او له دې هېواده یې د دغو هېوادونو د وګړو وتل هم
ځنډولي دي. سعودي وايي په خلیجي هېوادونو کې د سعودي مېشت
وګړي هم تر محدود وخت پورې سعودي ته نه شي ستنېدلی.

د ایران په ګډون د
سعودي ګڼو ګاونډیو هېوادونو هم ویلي، چې د کورونا وېروس پېښې پکې ثبت شوې. په افغانستان، پاکستان، بحرین، عراق، کویت، عمان او لبنان کې هم د
کورونا وېروس مشکوکې او ان ځینې ثابتې شوې

رپوټ
لیکي د ایران ته د زیارت کوونکو تګ
راتګ او په پولو کې د کنترول او تشخیص د بشپړ سیستم نشتوالی د دې لامل شوی چې په
کرونا اخته کسان له دغه هیواده نورو هیوادونو ته لاړشي او دا ویروس ولیږدوي.

نیویارک ټایمز وایي ایران د
کرونا له پاره ترچین وروسته دوهم مرکزګرځیدلی. د ورځپاڼې په باور له ایران څخه
عراق، افغانستان، بحرین، کویټ، عمان، لبنان، متحده عرب اماراتو او حتی تر کاناډا
پورې د کرونا ویروس لیږدول شوی دی.

د ایران د رسمي شمېرو له مخې په دغه هیواد کې
تراوسه ۶۴ کسان په کرونا اخته شوي چې له امله یې تراوسه  ۱۴  کسان مړه شوي دي.